د عدليې وزارت د حقوقي مساعدتونو په برخه کې د آسیا د بنسټ ۸ وړاندیزونه تطبیق کړي دي.

waheed
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲ - ۱۰:۳۲
د عدليې وزارت د حقوقي مساعدتونو په برخه کې د آسیا د بنسټ ۸ وړاندیزونه تطبیق کړي دي.

د ا.ا.ج، د عدليې وزارت د افغانستان دولت ته د حقوقي مساعدتونو د اغیزمن کولو په برخه کې د آسیا د بنسټ (The Asia Foundation)  (د لارې د نقشې) له ۱۱ وړاندیزونو څخه، ۸ وړاندیزونه يې چې د دې وزارت له واکونو څخه دي، تطبیق کړي دي.

د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې ډاکټرې ذکيې عادلي د روان کال د لړم په ۲۹، د چهارشنبه په ورځ په هغه کنفرانس کې چې په همدې منظور د حقوقو د پرمختیا د بین المللي سازمان (IDLO) په همکارۍ ( د حقوقي مساعدتونو د لارې د نقشې د وړاندیزونو د تطبیق د کنفرانس) په نامه د دولتي مقاماتو او د حقوقي مساعدتونو د وړاندې کولو د بنسټونو د مسؤلانو په ګډون جوړ شوی و، حقوقي خدمتونو ته د هېوادوالو د لاسرسي حق، د هغوې له اساسي حقوقو څخه وباله او وویل چې دولتونه د ملي او بین المللي قوانینو پربنسټ د دغو خدمتونو په وړاندې کولو ژمن دي.

.

هغې وویل چې په دې موده کې له مهمو تطبیق شوو مسئلو څخه یوه، د هېواد د اساسي قانون د ۳۱ مادې تطبیق دی چې د دولت له لوري د مظنون او تورن لپاره د وړیا مدافع وکیل د توظیف تضمین کوي.

میرمن عادلي وویل چې د عدليې وزارت په دوو کلونو کې په دې بریالی شوی دی د حقوقي مساعدتونو مختلط سیستم رامنځته کړي چې دغه سیستم هم د افغاستان له اقتصادي وضعیت سره همغږي لري او هم د دولتي او غیردولتي بنسټونو په واسطه له حقوقي مساعدتونو څخه ګټه اخلي.

په همدې حال کې د حقوقو د پرمختیا د بین المللي سازمان د دفتر لوی رئیس ریموند مایکل رایت په دې کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې د دغه سازمان موخه په سمه توګه له دغو مساعدتونو څخه حقوقي مساعدتونو ته اړو کسانو ګټه اخیستل، د جزايې عدالت د تضمین په منظور د مدافعو وکیلانو او د حقوقي مساعدینو د پوهې د کچې لوړول، د حقوقي عامه پوهاوي د برخې پرمختیا او د حقوقي مساعدتونو د وړاندې کوونکو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی دی.

.

د آسیا بنسټ په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان په ګوټ کوټ کې د دولتي او غیر دولتي بنسټونو په واسطه د حقوقي مساعدتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي له بررسۍ وروسته، د حقوقي مساعدتونو د لارې نقشه ترتیب کړه او د هغې پر  بنسټ یې په هېواد کې د حقوقي مساعدتونه د وضعیت د ښه والی په منظور ۲۱ وړاندیزونه طرحه کړل.

په دغو وړاندیزونه کې ۱۱ وړاندیزونه د افغانستان دولت ته، ۶ وړاندیزونه د حقوقي مساعدتونو وړاندې کوونکو مراجعینو او هم ۴ نورو وړاندیزونه د حقوقي مساعدتونه تمویلوونکو بنسټونو (غیردولتي) ته شاملېږي.

.

د ا.ا.ج، د عدليې وزارت په دې موده کې په دې بریالی له ۹ وړاندیزونو څخه چې د هغه د واکونو په حدودو کې و، ۸ مورده يې چې د حقوقي مساعدتونو د مختلط سیستم رامنځته کول، د حقوقي مساعدتونو د خپلواک بورد ساتنه، د حقوقی مساعدتونو د مقررې تعدیل، له حقوقي مساعدینو څخه د ملاتړ، د قضایاوو د مدیریت د سیستم په توګه، د حقوقي مساعدینو او مدافعیو وکیلانو له دیتابیس څخه ګټه اخیستنه، د سندونو او معلوماتو د ساتنې لپاره د معیاري میکانیزمونو رامنځته کول، د ستراتیژیکي دفاع د اصولو او وکالت کارول، او د بیوزلۍ د تشخیص لپاره د لازمو معیارونو رامنځته کول شامل دي، تطبیق کړي.

په هغو لاسته راوړنو کې يې چې د دغو وړاندیزونو له تطبیق څخه ترلاسه شوي دي د افغانستان د دولت د مدافعو وکیلانو په واسطه د قضیو پرمخ وړلو، د غیر دولتي بنسټونو په واسطه د حقوقي مساعدتونو او خدمتونو وړاندې کول، د حقوقي مساعدتونو عالي کمېسیون ته د حقوقي مساعدتونو د بورد تعدیل او د هغه د غړو د شمېر زیاتوالی او د قضیو د پرمخ وړلو لپاره د وجهې صندوق رامنځته کول شاملېږي.

.

دغه راز په دې موده کې د حقوقي مساعدتونو مقرره تعدیل شوې ده او په ۵ فصلونو او ۳۵ مادو کې تصویب شوې ده، د حقوقي مساعدینو او مدافعو وکیلانو شبکې دیتابیس (د اطلاعاتي بانک) هم د قضیو د مدیریت د سیستم په توګه کارول شوی دی او د حقوقي مساعدینو لپاره د دغه دیتابیس روزنیزې برنامې جوړې شوې دي.

لکه څنګه چې د قضیو جزئیات د قضايې تعقیب په هر پړاوو کې په دې دیتابیس کې ثبتیږې د اطلاعاتو په دې بانک کې دغه راز سندونه او معلومات په معیاري ډول ساتل کېږي.

د عدليې وزارات په دې منظور چې د ستراتیژیکي دفاع هغه اصول چې په قضیو کې تر ګټې اخیستنې لاندې ونیول شي له محاکمې څخه مخکې د مؤکل د لنډ مهال خلاصون فورمې تطبیق يې کړي دي او هم يې د مؤکلینو د حقوقو له سیستماتیک نقض څخه د مخنیوي په منظور د ولایتونو په کچه د مسلکي عدالت غوښتنې ډلې تشکیل کړي دي او دغو ډلو په فعالیت پیل کړی دی.

دغه راز د عدليې وزارت، د بیوزلۍ د تشخیص له کړنلارې مسوده تدوین کړې ده چې په هغې کې د هغو کسانو د بیوزلۍ د تشخیص لپاره چې د حقوقي مساعدتونو د ترلاسه کولو غوښتنونکي دي، لازم معیارونه وضع کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۹:۵۱
Background image

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د عدليې د وزیر جلالتمآب ډاکتر عبدالبصیر انور په مشرۍ جوړه شوه.

د ۱۳۹۸کال د لېندۍ ۷

دغه غونډه د عدليې وزارت د معینانو او د مرکزي ریاستونو رئیسانو په ګډون د دغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې، د هغو کارکوونکو د ستونزو چې بستونه يې د قانون. . .

شنبه ۱۳۹۸/۹/۲ - ۱۰:۳۲
Background image

د عدليې وزارت د حقوقي مساعدتونو په برخه کې د آسیا د بنسټ ۸ وړاندیزونه تطبیق کړي دي.

د ا.ا.ج، د عدليې وزارت د افغانستان دولت ته د حقوقي مساعدتونو د اغیزمن کولو په برخه کې د آسیا د بنسټ (The Asia Foundation)  (د لارې د نقشې) له ۱۱ وړاندیزونو څخه، ۸ وړاندیزونه يې چې د دې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۲۳:۳۲
Background image

 په کابل کې د USAID دفتر د مشارکت برنامې له رئیسې سره د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو د معینې کتنه

د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې ډاکټرې زکيې عادلي، د امریکا د نړیوالی پرمختیا د ادارې د مشارکت د پروګرام USAID له رئیسې میرمن اندریاکموینس سره وکتل.

دواړو لورو په دې کتنه کې د عدليې. . .

BACK TO NEWS