د حقوقو عمومي ریاست

د حقوقو عمومي ریاست، د ا.ا.ج د عدلیې وزارت له مسلکي ریاستونو څخه یو دی چې شکایتونو ته د رسیدګۍ او د حقوقي قضایاوو د بررسۍ په منظور فعالیت کوي. دغه اداره، لومړی په ۱۳۰۰ هـ ش کال کې، د یوه مدیریت په چوکاټ کې د عدلیې وزارت تر اغېز لاندې رامنځته شوه. په هغه وخت کې د حقوقو مدیریت د مرکز او ولایتونو د محکمو د میاشتني او کلني اجراآتو د رپوټ د راټولولو او توحید مسوْولیت پر غاړه درلود. څرنګه چې په هغه وخت کې د دولت ثلاثه ( اجرائیه، مقننه او قضائیه) قواوې تفکیک شوی نه وی او محکمو د عدلیې وزارت تر اغېز لاندې کار کاوه او د حقوقو د مدیریت له رامنځته کولو څخه منظور، د پورته یادو شوو دندو سربېره، د دعوي د لورو د مدني او سوداګریزو دعواوو بررسي او رسیدګي، د سپین ږیرو د قومي رهبرانو او هم د اهل خبرې له لارې د شخړو حل او فصل ته لاسرسی دی.  

د ۱۳۵۸ ه ش کال په لومړیو کې د مرکز د حقوقو اداره ، په ۲ بست کې ریاست ته لوړ شو چې دغه ریاست پر اداري مدیریت سربېره، له فامیلي، دیونو او املاکي کمېټو څخه جوړ وو. له هغې وروسته په ۱۳۸۴ ه ش کال کې، او د حقوقو په ادارو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د پروسې تطبیق، د املاکي، فامیلي او دیونو له کمېټو څخه  جوړ د مدني حقوقو د کارپوهانو د بورد تر نامه لاندې ددې ریاست مسلکي غړي د مرکز د حقوقو د عمومي ریاست په تشکیل کې، رامنځته شو.   

د مرکز د حقوقو عمومي ریاست د ۱ آمریت او ۱ مدیریت لرونکی دی.

- د مدني او سوداګریزو حقوقي کارپوهانو د بورد آمریت؛ دغه آمریت په خپل تشکیل کې له درې ګونو کمېټو څخه د مسلکي غړو د ۶ بستونو لرونکی دی، چې په لاندې ډول دي:

د سوداګریزې کمېټې د غړو ۲ بستونه؛ د فامیلي کمېټې د غړو ۲ بستونه؛ د املاکي کمېټې د غړو ۲ بستونه؛

- اداري مدیریت؛ دغه مدیریت تر خپل اثر لاندې د اداري مامور د ۱ بست لرونکی دی.

د مرکز د حقوقو د عمومي ریاست عمده او اساسي موخه:

د حقوقو د تحصیل مثبته سندونو په پام کې نیولو سره د حقیقي او حکمي اشخاصو د حقوقو تحصیل؛

د مرکز د حقوقو د عمومي ریاست عمده او اساسي دندې:

د حقوقو د ادارو دندې او مسوْولیتونه د حقوقو د تحصیل د ډول د قانون په واسطه تنظیم شوي دي او د لزوم په صورت کې له نورو نافذه قوانینو څخه هم ګټه اخیستل کېږي.

هغه عریضې چې د حقوقو ادارو ته د رسیدګۍ لپاره سپارل کېږي د املاکي، فامیلي او دیونو او سوداګریزو موضوعاتو په اړوند دي چې د حقوقو د ادارو د مسلکي غړو په واسطه صورت مومي، بررسي کېږي.

په عمومي ډول د ادارې عمده دندې او واکونه په لاندې ډول دي:

- په اړوند کتاب کې د وارده عرایضو ثبت او عارض ته د رسید ورکول؛

- د پولیسو د اړوندې ادارې له لارې د معروض علیه جلبول، په هغه صورت کې  چې معروض علیه د ملکي کارکوونکو له ډلې او یا د دولت نظامي وي، په پیل کې د خپلې اړوندې ادارې له لارې جلبېږي، د نه همکارۍ په صورت کې، د پولیسو په واسطه تر جلب لاندې نیول کېږي؛

- له معروض علیه څخه د ضمانت اخیستل؛

- معروض علیه ته د عارض د غوښتنې تفهیم؛

- د حقوقو د تحصیل د ډول د قانون د ۱۰ او ۱۱ مادې له صراحت سره سم د معتبرو سندونو د وړاندې کولو په صورت کې له معروض علیه څخه د عارض د ثابت حق تحصیل؛

- د لورو د نه قناعت په صورت کې واکمنې محکمې ته د موضوع احاله؛

- د محکمو د قطعي او وروستيو فیصلو تطبیق؛

- د واکمنو مقاماتو د لزوم دید له مخې، د واکمن پلاوي توظیف؛

- د داین او مدیون له لیکلی موافقې وروسته د دائن د ثابت حق قسط کول؛

- د ده یکه د محصول تحویلولو ته د مدیون مکلفول او بانک ته د جلا تعرفې په واسطه د هغه ورپېژندل؛

-  د موْظف ګډ پلاوي په ذریعه د بل شخص له تصرف څخه د مالک د ملکیت تشول؛

- د دائن د حقوقو په تحصیل کې نیابت؛

- د واکمنو مقاماتو له منظورۍ څخه وروسته د یوې میاشتې مودې په ترڅ کې د عارض په واسطه د نه تعقیب په صورت کې د وارده عرایضو ساتل؛

- څارنوالۍ ته د قانون له حکمونو څخه د متمرد مدیون ورپېژندل؛

- مصالحې ته د شخړو  لورو بلنه، د ربع وار او کلني رپوټ برابرول او واکمنو مقاماتو ته د هغه وړاندې کول؛