د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د ژباړې تصدیق په برخه
عمومي معلومات:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د ژباړې تصدیق په برخه کي لاندې دندې او واکونه لري.
۱- د قوانینو ، تقنیني فرمانونه، مقررې، اساسنامې، تعدیل، ایزاد، الغا او په هغې کې ضمیمې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې د تقنیني مصوبو او ملي شورا د هېواد په رسمي ژبو او د اړتیا په صورت په بین المللي ژبو ژباړه
۲- د اړتیا په صورت د نورو هېوادونو د قوانینو ژباړه د هېواد په یوه رسمي ژبه
۳- د قانون د حکمونو سره سم د غوښتنو په صورت د رسمي سندونو د ژباړې تصدیق
د نورو هېوادونو د تقنینی سندونو ژباړه د هېواد په رسمیو ژبو کې د قانون جوړونې چارې د ګټې اخیستنې په موخه صورت مومي. د دې سمې رسمي سندونو د ژباړې تصدیق چې تذکرې، قبالې، نکاح خط، طلاق خط، مجرد خط او تحصیلي سندونو پکې شاملې دي، د عدليې وزارت له مسؤلیتونو څخه دي چې د اړو برخو د دغه وزارت د رسمي سندونو د ژباړې او تصدیق بوړد له خوا ترسره کېږي.
د تقنینی سندونو د ژباړې اړوندو برخو د عدليې وزارت د ژباړې بوړد په ریاست کې ترسره کېږي. او د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق برخې د دغه ریاست په شهر نو(د حج او اوقافو ریاست مخامخ) او د چمن حضوري په ساحه کې (د واحد چتر غرفو) د کابل ښار په نمایندګیو پړاوونه تېروي.
د عدليې وزارت د تقنیني سندونو او د رسمي سندونو د ژباړې تصدیق د برخو د فعالیتونو په اړه په لاندې رپوټونو کې لوستلی شئ:
میاشتنې رپوټ
درې میاشتنې رپوټ
کلنې رپوټ