د بشري سرچینو چارې

عمومي معلومات

د ا.ا.ج د عدليې وزارت بشري سرچینو په برخه کې لاندې دندې او واکونه لري:

-د دندو د حجم په پام کې نیولو سره د اړوندو ادارو مسلکي او اداري تشکیلاتو تنظیم

-د قانون له حکمونو سره سم د اهلیت او وړتیا په پام کې نیولو سره د اړتیا وړ کادرونو بشپړول

د اړوندو کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو د برنامو طرحه او تطبیق

-د قانون له حکمونو سره سم د چارو د ښه والی لپاره د کارکوونکو د بدلون په هکله د تصمیم نیول

-د قانون له حکمونو سره سم په خپل وخت د کارکوونکو د کلنیو د اجراآتو ارزونه

د عدليې په وزارت کې د بشري سرچینو د مدیریت د تشکیلاتي جوړښتونو د رامنځته کولو او طرحې له پړاو، د دندو له اعلان په کابل او ولایتونو کې د اړوندو چارو د سم تر سره کولو لپاره د شرایطو لرونکو افرادو او اشخاصو استخدام، د کارکوونکو د اجراآتو ارزونه او د هغوې د ظرفیت لوړول، په سوانحو او تقاعد ته د کارکوونکي په سوق پورې اړوندې مسئلې، په دې برخه کې د عدليې وزارت د فعالیتونو مهمه برخه ده چې د دې وزارت د بشري سرچینو د ریاست په واسطه ترسره کېږي.

د دغې برخې موخه د وزارت ټاکلې هدف ته د رسیدو لپاره د لایقو او د کار وړ ځواکونو جذب، پالنه، براختیا او ساتنه ده.

له بلې خوا د عدليې وزارت د بشري سرچینو برخه، د اداري اصلاحاتو د تطبیق، د کارکوونکو د مدیریت او څارنې، د زده کړه ییزو برنامو د کارکوونکو ورپیژندنه، شکایتونو ته د رسیدګۍ او د کارکوونکو روغتیا او خویندیتوب پورې له اړوندو مسئلو د مدیریت مسؤلیت پرغاړه لري.

د یادونې وړ ده چې په دې وزارت کې د افرادو استخدام د کار د قانون، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون او د اړوندو مقررو پربنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمېسیون سره په نږدې همکارۍ کې ترسره کېږي.

د عدليې وزارت د تشو بسټونو او د استخدام د شرطونو په باره کې زیات معلومات د دې وزارت په ویب سایټ او ټولنیزو پاڼو کې د لاسرسي وړ دي. دغه راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ویب سایټ او په کار پورې اړوندو قوانینو په دې باره کې توضیحات ورکړې دي.

د استخدام او له بشري سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د عدليې وزارت د کړنو رپوټونه لاندې ولولئ.

یو میاشتنی رپوټ

ربعوار رپوټ

کلنی رپوټ