د اداري او مالی مرستیال ـ ژوندلیک

د ژوند په لومړیو کې:

ښاغلي ګل محمد ګلزي په ۱۳۳۱ لمریز کال کې د پکتیکا ولایت په سر روضې ولسوالۍ کې سترګې نړۍ ته پرانيستې..

زده کړې:

- ماسټري: په (۱۹۹۲) کال کې د امریکې د متحده ایالتونو له پوهنتون (Georgia College & State University, Milledgeville, Georgia)  څخه د عامې ادارې په برخه کې.

- فرعي زده کړې: د امریکې  د متحده ایالتونو له پوهنتون (Georgia College & State University, Milledgeville, Georgia)  څخه د بین الملل پالیسۍ په برخه کې.

- د انګریزي ژبې، د څېړنې تګلاره، د امریکې تاریخ او فرهنګ،  په ۱۹۹۰ کال کې له (Nebraska  at Omaha)  پوهنتون څخه.

- لېسانس: په ۱۹۷۳ کال کې د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې فاکولټې د اداري مدیریت په برخه کې.

کاري تجربه:

- د  ۲۰۱۷ له  سپتمبر څخه تر د  ۲۰۱۹ جنوري  پورې د اجرائيې  ریاست  د دفتر ستر سلاکار.

- د ۲۰۱۴ له مې څخه تر د ۲۰۱۵ جنوري پورې د پوهنې وزارت د بنسټیزو پراختیاوو ستر سلاکار

- د ۲۰۱۰ له نومبر څخه تر د ۲۰۱۴ مارچ پورې د پوهنې وزارت د ښوونکي د ښوونې او روزنې د ډيپارټمنټ د داخل خدمت ښوونکو د  ظرفیت لوړولو د برنامې ستر مدیر.

- د  ۲۰۱۱ له جولای څخه تر ۲۰۱۳  پورې په (Stockholm, Sweden Karlstad University)  د ښوونکی د ښوونې او روزنې د ماسټرۍ د برنامې ښوونکی (داوطلب) (Teacher Education Master Program).

- د ۲۰۰۶ له جنوري څخه تر د  ۲۰۰۸دسمبر پورې په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د مرکز (ACKU)  لوی مدیر.

- د ۲۰۰۲ له فبروري څخه تر د ۲۰۰۵ دسمبر پورې د  (ACBAR)   د مؤسسې د سرچینو او معلوماتو د مرکز ARIC)) مدیر.

- د ۲۰۰۴ له اکتوبر څخه تر د ۲۰۰۵ دسمبر پورې د(ACBAR) د موسسې هېوادي استازی.

- له ۱۹۹۳ څخه تر ۱۹۹۴ پورې د  ملکي خدمتونو او د اداري اصلاحاتو د عظمي صدارت لوی رئیس.

- له ۱۹۷۷څخه تر ۱۹۷۸ پورې د کانونو او صنایعو د  وزارت د افغان نجارۍ د تصدۍ د سوداګریز ریاست لوی مدیر.

- له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۷۷ پورې د انرژۍ او اوبو وزارت د هلمند د ساختماني شرکت د دارالانشاء او  اړیکو مدیر.

اکادمیک فعایتونه:

- په ۲۰۲۰ کې د " ولې ملتونه په جګړه کې ښکېل کېږي" تر سرليک لاندې د کتاب ژباړه .

- په ۲۰۲۰ کې د افغانستان په پوهنه کې د ریاضۍ د مهارتونو مطالعه.

- په ۲۰۱۲ کې د داخل خدمت ښوونکو  د ظرفیت جوړونې د ملي برنامې د اغېزو د ارزونې په اړه ګډه لیکنه.

- په ۲۰۱۱ کی په افغانستان کې د ښوونو د څېړنې او پراختیا د ماسټرۍ د برنامې مطالعه، د اروپا د اتحادیې  پروژه چې د (Karlstad)  پوهنتون  له خوا تر سره کېده.

- په ۲۰۰۹ کې د جګړې تر کرښې لاندې سیمې کې  د ننګونې  په توګه د ښوونې  مطالعه، د (CIDA) پروژه چې د پوهنې وزارت له خوا پلي کېده.

ژبې:

پښتو، دري، انګریزي، اردو

کمپیوتري مهارتونه :

ورډ، اکسل، اوټ لوک