د ا.ا.ا. دعدلیې وزارت د مسلکي معین شیخ عبدالکریم ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌حیدر لنډ ژوند لیک

 

په (۱۳۵۲) هـ . ش کال کې د هرات ولایت د ګلران ولسوالی په یوه دینداره کورنۍ کې زېږېدلی دی.

تحصیلي مخینه:720

لومړنی زده کړې یې په همدې کلی کوم کیلی کې کړي دي اومختلف فنون یي په مختلفو دیني مدارسو کې زده کړي دي او دوره الصغری او دوره الکبری یي د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ د منزل په کلي او دارالعلوم الجهاد کې په (۱۳۷۵) هـ . ش کال کي ترسره کړې دي.

مقاله لیکنه:

په (۱۳۷۶) هـ . ش کال لومړۍ لیکنه په علم القرائت کي ده او دا لیکلی کتاب په نامه د (رحیق العطشان في رواتی القرآن) دی چې د دې کتاب تقریظ اوکتنه د اکابروعلماء کرام لخوا شوې ده  او اوس د رسیړي په مدارسو کې او په همدغه کال بله لیکنه یې په علم التصوف کې ده په نامه د ( لمحة الفکرفي حلقة الذکر) چې اوس غیر مطبوع ده.

په کال ( ۱۳۷۷ هـ . ش) کې د اطلاعاتو او کلتور په مشوره د تسنن او تشیع پرعمده اختلافي مسائلو کتاب جوړ کړی دی.

کاري تجربي:

په همدې کال  کې د ملکي او نظامي ادارو د کمېسیون د غړي په توګه په لودیځ زون کې د امارت اسلامي ترسقوط پورې کار کړی دی.

له (۱۳۸۱)هـ . ش کال څخه تر (۱۳۸۲)هـ . ش کال پورې یې د دوره الصغری مختلف فنون تدریس کړي دي.

له (۱۳۸۲)هـ . ش کال څخه تر ( ۱۳۸۶) هـ . ش کال پورې یې د دوره الکبری تدریس کړې ده، د جهادي خدمتونو سره  کړی دي.

له ( ۱۳۸۶) هـ . ش کال څخه تر( ۱۳۹۱) هـ . ش کال پورې یې جهادي خدمتونه او د ولسوالیو مسئولیتونه لرل.

له (۱۳۹۱)هـ . ش کال څخه  تر( ۱۳۹۳) هـ . ش کال پورې یې د هرات ولایت د مرستیال په توګه کارکړی دی.

له (۱۳۹۴)هـ . ش کال څخه تر( ۱۳۹۸) هـ . ش کال پورې یې د بادغیس ولایت د مرستیال په توګه کارکړی دی.

له (۱۳۹۹)هـ . ش کال څخه یې د کابل تر فتحې پورې په قطر هېواد کې د سیاسي د فتر د غړي په توګه کارکړی دی.

له فتحې ورسته د لودیځ زون د ملي قطعې د قومندان په توګه کارکړی دی.  

اوسمهال د عدلیې وزارت د مسلکي معین په توګه  خپله دنده تر سره کوي.