حقوقي عریضو ته رسیدنه

عمومي طلاعات

د عدليې وزارت د اشخاصو حقوقي عریضو ته د رسیدنې او د محکمو د قطعي او وروستنیو پریکړو د تنفیذ په برخه کې لاندې دندو او واکونو لرونکی دی:

۱- د قانون له حکمونو سره سم د مدني او سوداګریز او د کورنیو حقوقو په اړوند د اشخاصو په عریضو پورې د اړوندو چارو ثبت او بررسي

۲- د قانون له حکمونو سره په مطابقت کې روغې جوړې ته د دعوي د لورو هڅونه او بلنه

۳- د شخړې د حل په خاطر د اړتیاور سندونو غوښتل او راټولول

۴- د دعوي د لورو د نه قناعت په صورت کې اړوندې محکمې ته د قضيې ارجاع

۵- د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د خاصو قطعې په همکارۍ د ۲۰ ورځو د مودې په ترڅ کې د قانون له حکمونو سره سم په مدني، سوداګریزو، کورنیو او دولتي ادارو په قضیو کې د محکمو د قرارونو او پریکړو اجباري تطبیق او تنفیذ

د اشخاصو د حقوقي عریضو پورې اړوندې چارې د عدليې وزارت د حقوقو د لوی ریاست له لوري پرمخ وړل کېږي.

د عدليې وزارت له لوري د اشخاصو حقوقي عریضو ته د رسیدنې بهیر په داسې ډول دی چې په کابل کې عارض، خپله رسمي عریضه د عدليې وزارت د حقوقو لوی ریاست یا اړوندې حوزې ته او په ولایتونو کې د عدليې ریاست د حقوقو آمریتونو ته سپاري. دغه عریضه له عارض څخه د اړتیاور سندونو په بشپړولو او د ادعا د نوعیت له مخې د حقوقو د ادارې له درې ګونو سوداګریزو، املاکي یا فامیلي کمېټو څخه یوې ته مراجعه کېږي.

له هغه وروسته معروض علیه ته( هغه فرد چې د هغه پرخلاف عریضه شوې ده) جلب صادرېږي. دغه جلب په هغه صورت کې چې د فرد دولتي یا خصوصي بنسټونو کارکونکي دي اړوندې ادارې ته صادرېږي.

که چېرې داسې نه وي جلب اړوندې حوزې ته لېږل کېږي او معروض علیه د پولیسو په همکارۍ حقوقو ادارې ته حاضرېږي.

په دې پړاو کې چې د عریضو چمتو د حقوقو د ادارې له لوري ورته ابلاغېږي او وروسته دواړو لورو ته د روغې جوړې بلنه ورکول کېږي ترڅو د هغو دعوي پای ته ورسېږي. د روغې جوړې په صورت کې، اصلاح خط چمتو کېږي، له لورو ژمنه اخیستل کېږي او  دعوي پای ته رسېږي.

 په هغه صورت کې چې د دعوي لوري روغې جوړې ته چمتو نه وي د هغوی دوسیه له لیک سره یو ځای د شرعي او قانوني پریکړې لپاره اړوندې محکمې ته لېږل کېږي.

که چېرې دعوي په فامیلي چارو کې او د غیابت په سبب د تفریق په اړوند وي د راتلونکو اجراآتو او د معلوماتو د ترلاسه کولو په غرض اړوندې ناحيې ته استعلام ورکول کېږي او د اړوندې ناحيې د معلوماتو د وړاندې کولو وروسته، دوسیه د رسیدنې په غرض اړوندې محکمې ته لېږل کېږي.

که چېرې معروض علیه شخص له افغانستان څځه په بهر کې وي د هغه جلب د عدليې وزارت د مقام له لوري د بهرنیو چارو وزارت او د دې وزارت قونسلي څانګې ته لېږل کېږي ترڅو دغه فرد د حقوقو ادارې ته حاضر کړي. که چېرې عریضه د کوژدن د فسخ، تفریق او یا د نفقې په هکله وي، د حقوقو اداره له معروض علیه څخه د ضمانت د اخیستلو لپاره د معروض علیه د استوګنې د ځای د حقوقو ادارې ته لیک لېږي او د معروض علیه د استوګنې د ځای د حقوقو اداره مکلفه ده چې له معروض علیه څخه ضمانت د نه ورکولو په صورت کې د هغه د لیکونو په هکله د لیک په ذریعه د حقوقو لوی ریاست ته خبر ورکړي. که چېرې دعوي د املاکو یا د سوداګریز د یون په اړوند وي، د حقوقو د لوی ریاست مسلکي غړو ته سپارل کېږي. د املاکي او سوداګریزې کمېټې مسلکي غړي له قانون سره سم اجراآت کوي او لورو څخه د طرحه شوې موضوع په اړوند معلومات اخلي.

په دې پړاو کې هم هڅه کېږي ترڅو قضیه د حقوقو په اداره کې پایلې ته ورسېږي او که چېرې و نه رسیده له لیک سره یو ځای اړوندې محکمې ته محول کېږي.

هغه ټولې دعاوي چې د عدليې وزارت د حقوقو په اداره کې پایلې ته ونه رسېږي محکمو ته ارجاع کېږي. په هغه صورت کې چې محکمې د قضيې په هکله پریکړه وکړي د عدليې وزارت او په مشخص ډول د حقوقو لوی ریاست دنده لري ترڅو د کورنیو چارو له وزارت سره په همکارۍ کې د محکمې وروستنۍ یا قطعي پریکړه تطبیق کړي.

د محکمو د قطعي او وروستیو پریکړو د تطبیق لپاره د عدليې وزارت، لوی څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت او د اړتیا په صورت د ښاروالۍ او د نورو اړوندو بنسټونو له استازو څخه یو پلاوې جوړېږي او د دغه پلاوي په بشپړیدو سره په دې برخه کې اقدام صورت مومي.

حقوقي عریضو ته رسیدنې په اړوند د عدليې وزارت د فعالیتونو په باره کې رپوټونه لاندې ولولئ:

یو میاشتنی رپوټ

درې میاشتنی رپوټ

کلنی رپوټ