د عدلیې وزارت مهمې دندې او پازې (مسوولیتونه)

 دعدلیې وزارت د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت له مرکزي ادارو ځخه دی، چې مهمې دندې یې عبارت دي له :

  د افغانستان داسلامي جمهوري ریاست د فرمانونو او قوانینو د مسوداتو ترتیبول.

  د افغانستان داسلامي جمهوري دولت له قوانینو سره دبهرنیو سوداګریزو توافقنامو، کنوانسیونو، دبین المللي حقوقي قراردادونو دسمون په اړه یې نظر ورکول.

   د هغو قوانینو او مقرراتو مسودې چې د وزارتونو او ادارو له لوري طرح کېږي دهغو غوښتنه او د نظریاتو یې ارزونه او د اړوندو ادارو د کارپوهانو په مرسته دهغو مقررو او   قوانینو تکمیلول.

  وزارتونو او دولتي ادارو ته قانوني او حقوقي مشورې ورکول.

  د دولت دمادي ګټو او ملکیتونو څخه دفاع اود اړتیا په صورت کې ددولت پر پور وړ یو قانوني دعوه دایرول.

  دکورنیو او رعیت دشکایت پراساس دهغوی له مدني د ملکیت اوکار له حقونو دفاع او د محاکمو د صادر شویو پرېکړو د عملي کولو په خاطر دمدني شخړو په اړه دلارو چارو  غوره کول.

  د حقوقو په برخه کې دعامه پوهاوي دسطحې د لوړواي په اړه هڅې.

  د سیاسي ګوندونو او جمیعتونو د اساسنامو ارزونه،ثبت او دفعالیت لپاره هغوی ته رسمي جواز ورکول.

  دحقوقي مرستو اړوند چارو اداره اوتنظیم.

  د رهنمای معاملات اوعریضه لیکونکو دکاري جواز نامو تنظیم اوصادرول.

 د تابعیت له قانون سره سم، د تابعیت د تر لاسه کولو او پرېښودلو د سندونو د قانوني پړاوونو بشپړول:

 •د افغانستان په قوانینو کې د هغو کنوانسیونونو د سپارښتنو تطبیق چې افغانستان ور سره الحاق کړی دی.

 د عدلیې وزارت، د انسان او د مهاجرو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمیسیون ریاست او سکرتریت هم پرغاړه لري. دغه کمیسیون ۱۶ دولتي او غیر دولتي غړي لري.

  دتقنیني اسنادو چاپ او نشر .

  دثبت شویو سوداګریزو نښو خپرول اوپه رسمي جریده کې دثبت شویو اسنادو اعلانونه .

 دعدلیې وزارت دافغانستان داسلامي جمهوري دولت داساسي قانون په چوکاټ کې ددولت داساسي تشکیلاتو قانون اودهېواد په نورو تقنیني اسنادو کې کارکوي،   نورقوانین اومقررات چې دعدلیې وزارت له کاري چاپیریال سره مستقیمې اړیکي په لاندې ډول دي.

  قانون

  • دحقوقو دترلاسه کولو دتګلارې قانون،په "۷۸۶" ګڼه رسمي جریده کې خپورشوی.
  • دقضایای دولت قانون،"۱۱۱۵"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دمدافع وکیلانو قانون،"۹۳۴"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دمعاملاتو دلارښوونې قانون،"۱۱۸۹"ګڼه رسمي جریده کې خپورشوی.
  • دټولنو قانون،"۱۱۱۴"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دسیاسي ګوندونو قانون،"۹۹۶"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دکوچنیانو بې لاریوته دلاسرسي قانون،"۸۴۶"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دعرایضو دارزونې قانون،"۷۸۶" ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دافغانستان داسلامي جمهوریت دتقنیني اسنادو دانفاذ اونشر دتګلارې قانون،"1246"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دقانون جوړونې دانستیتوت دچارو، دعلمی کدر دغړیو دامتیازاتو اوحقوقو قانون،"1216"ګڼه رسمي جریده کې خپورشوی.
  • دکوچنیانو د روزنې اواصلاح دمرکزونو قانون،"۹۶۹"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • د انسان او مهاجرو له قاچاق سره د مبارزې قانون، په ۱۳۴۴ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • د افغانستان د اسلامي امارت د تابعیت قانون په ۷۹۲ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.

      مقررې اواساسنامې

  • دافغانستان داسلامي جمهوریت دعدلیې وزارت دکړنو او اجراآتو دتنظیم مقرره ،"۷۸۷" ګڼه رسمي جریده کې خپره شوې.
  • دتقنیني اسنادو دمقررې دتګلارې برابرول او وړاندیزیې،"۱۰۸۱" ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دکوچنیانو دروزنې اواصلاح دمرکزونو دچارو دتنظیم مقرره،" ۹۷۴"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دسیاسي ګوندونو دتاسیس اوثبت دتګلارې مقرره،"۱۰۲۶"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دعلمی، حقوقي څېړنو اوقانون جوړونې دچارو دانستیتوت مقرره،"۹۲۴" ګڼه جریده کې خپور شوی.
  • دحقوقي آسانتیاو مقرره ،"۹۵۰"ګڼه رسمي جریده کې خپره شوې.