د عدلیې محترم وزیر، افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا له رئیس سره وکتل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۴:۴۲
.

د اسلامي امارت د عدلیې محترم وزیر، شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا (NRC) له رئیس، نیل تورنر او د هغه مل پلاوي سره وکتل او د حقوقي مرستو په برخه کې یې د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

دا کتنه د ربیع‌الاول د میاشتې په ۲۲ نېټه، نن د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه او د عدلیې محترم وزیر د حقوقي مرستو په برخه کې د ناروې د کډوالو شورا او د یاد وزارت ترمنځ لاسلیک شوي هوکړه لیک ته په اشارې سره، پکښې ټینګار وکړ چې همکاره موسسات باید خپل فعالیتونه د هوکړه‌لیک او د اسلامي امارت د اصولو مطابق پرمخ یوسي.

نوموړي زیاته کړه چې د عدلیې وزارت هم د دغه هوکړه لیک پلي کولو ته ژمن دی او هڅه کوي ترڅو له دې لارې د هېوادوالو حقوقي مرستو وړاندې کولو ظرفیت لوړ کړي.

له بلې خوا، افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا د دفتر رئیس هم وویل دغه دفتر د عدلیې وزارت او د هغه ولایتي ریاستونو په همغږۍ په مرکز او ولایتونو کې د حقوقي مرستو په برخه کې خپلو فعالیتونه ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۴:۴۲
Background image

د عدلیې محترم وزیر، افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا له رئیس سره وکتل

د اسلامي امارت د عدلیې محترم وزیر، شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا (NRC) له رئیس، نیل تورنر او د هغه مل پلاوي سره وکتل او د حقوقي مرستو په برخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معين د فاریاب ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع الاول د میاشتې په شپاړسمه نېټه، فاریاب ولایت ته سفر وکړ.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۰:۴۴
Background image

په بلخ ولایت کې د کابو ۳ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل

د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ربیع‌الاول د مياشتې په ۱۵ مه نېټه، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون سره  ترسره  شوه.

د تخنیکي هيئت په دې ناسته کې، د یاد. . .

BACK TO NEWS