د بدخشان ولایت د عدليې رئیس وپېژندل شو او کاريې پیل وکړ

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۱۰:۴
.

د تخار ولایت د عدليې پخواني رئيس عماد الدین عماد چې د بدخشان ولایت د عدليې رئیس په توګه ټاکل شوی دی د یولړ مراسمو  په ترڅ کې د دغه ولایت د عدليې ریاست کارکوونکو ته وپېژندل شو.

دغه مراسم سه شنبې د غبرګولي په ۱۸ مه جوړ شو او په هغه کې  یوشمېر متنفذینو ، ځوانانو او د دغه ولایت د عدليې ریاست کارکوونکو شتون درلود.

د بدخشان ولایت د عدليې رئيس د عدليې وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ وویل چې هڅه کوو ترڅو خلکو ته د عدلي او قضايي ښې خدمتونه وړاندې کړو. هغه همداراز له فساد سره د مبارزې پر وړاندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، هڅه کوي تر څو دا مسؤلیت  د محاکمو د وروستیو او قاطع احکامو د پلي کولو او تنفیذ له لارې،  د دولت د قضایاوو د صادرو قرارونو ، د دولت د منقولو او غیر منقولو شتمنیو څخه ملاتړ، د ماشومانو، ښځو او بېوزلو تورنو او مجرمینو له حقوقو څخه د قانون په چوکاټ کې دفاع، د سیاسي ګوندونو، ټولنیزو بنسټونو او د معاملو د لارښوونو دفترونو د فعالیتونو څخه د ولایت مقام او اړوندو ادارو سره په همغږۍ کنترول، څارنه او تعقیب کړي.

.

په همدې مهال، د بدخشان د عدليې ریاست کارکوونکو هم ژمنه وکړه چې د عدلي او قضايي د اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په منظور جدي هڅه کوي. هغوی د دغه ولایت د پخواني رئیس له کړنو څخه مننه وکړه او ښاغلی عماد ته د بریاوو هیله وکړه.

په پای کې، د بدخشان د عدليې رئیس د عدليې ریاست د کارکوونکو او د یو شمېر ځوانانو تو مشرانو له لوري خپل کاري دفتر ته لارښودنه وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۴:۲۰
Background image

د فراه ولایت د عدليې رئیس وپېژندل شو

د کندهار ولایت د عدليې پخوانی رئيس نیک محمد احمدي چې په وروستیو کې د فراه ولایت د عدليې رئیس په توګه ټاکل شوی دی د یو لر مراسمو په ترڅ کې د فراه د والي مرستیال له خوا د دغه ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۹:۵۳
Background image

د نیمروز ولایت د عدليې نوی رئیس وپېژندل شو او په کار يې پیل وکړ.

د فراه ولایت د عدليې پخوانی رئيس محمد امان هلالي چې په  وروستیو کې د نیمروز ولایت د عدليې رئیس په توګه ټاکل شوی دی، د سې شنبې ورځې د غبرګولي په ۲۵ مه  د نیمروز د والي مرستیال او سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د کندز ولایت د عدليې رئیس وپېژندل شو.

د بدخشان ولایت د عدليې پخواني رئيس امین الله صالح چې د کندز ولایت د عدليې رئیس په توګه ټاکل شوی دی د یولړ مراسمو  په ترڅ کې د دغه ولایت د مقام مرستیالې او سرپرست مېرمن نصیبې هولکر له. . .

BACK TO NEWS