کابینې د ۱۳۹۸ تقنیني راپور او د ۱۳۹۹ هـ.ش کال لپاره د عدلیې وزارت پلان تصویب کړ

waheed
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۴ - ۱۵:۷
.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د ۱۳۹۸ هـ.ش کال د اجراتو بشپړ راپور چې د ۱۰۲ تقنیني سندونو د مراحلو بشپړول، قانوني مشورو وړاندې کول، د تړون لیکونو او تفاهم لیکونو په اړه د حقوقي او قانوني نظرونو وړاندې کول، د رسمي اسنادو تصدیق او ژباړه پکې شاملې وې تصویب کړ.

همدا راز د روان ۱۳۹۹ هـ.ش کال لپاره د عدلیې وزارت تقنیني پلان د کابینې په غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ د ثور په ۱۳ مه نېټه ترسره شوه تصویب شو.

.

د ۱۳۹۸ هـ.ش کال د بشپړ راپور له مخې پدغه کال کې ۱۰۲ تقنیني سندونه د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت له لوري طرح، تدقیق او طی مراحل شوي دي.

له دې جملې د تخصصي طب د علمي کادر قانون، د زندانونو د چارو د تنظیم قانون، د تفتیش ملي ادارې د قانون طرح، د لوړو زده کړو د ځینو قانوني موادو په برخه کې تعدیل او زیاتوالی، د پولیسو قانون د یو شمېر موادو لغوه او همدا راز د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند یا ټاپي ګازو پایپ لاین پروژې لپاره د ځمکو د استملاک قانون د جمهوري ریاست د تقنیني فرمانونو له لارې نشر او ملي شورا ته د وړاندې کولو په موخه په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته استول شوی.

.

همدارنګه سږ کال ۳۰ تقنیني سندونه، د دارالافتاء د قانون طرح، د ملکي قربانیانو منازعاتو د جبران خسارې قانون، د شهیدانو او مفقودینو د وارثینو امتیازاتو او حقوقو قانون او دا راز د تفتیش ادارې د قانون طرحه د کابینې قوانینو کمېټې ته لېږل شوي.

د ۳۸ نورو تقنیني اسنادو طرح د کابینې قوانینو کمېټې څخه تر تائید وروسته د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست ته لېږل شوي څو کابینې ته وړاندې شي. پدې اسنادو کې د عامه او خصوصي مشارکت د چارو تنظیم مقررې طرحه، د چاودیدونکو توکو د تولید او تورید مقررې طرحه، د خدمتونو او توکو د سوداګریزو خبرتیاوو د تنظیم مقررې طرحه، د کډوالۍ قانون طرحه، د تحلیف مراسمو قانون طرحه، د کار قانون طرحه، د بخښنې او تخفیف په برخه کې ۵ فرمانونه او یو شمېر نور سندونه شامل دي، چې د هېواد کابینې ته وړاندې شوي.

.

همدا راز ۱۷ نور سندونه د کابینې تر تصویب وروسته د نشر لپاره عدلیې وزارت ته بېرته استول شوی. همدا رنګه څلور نور سندونه په کابینه کې تر تصویر وروسته د تصویب به موخه د هېواد ملي شورا ته استول شوی.

په ټوله کې د عدلیې وزارت په ۱۳۹۸ هـ.ش کال د ۱۰۲ تقنیني سندونو د طی مراحل سربېره، وزارتونو او دولتي ادارو ته ۴۱۰ قانوني مشورې ورکړي، د ۱۶۴ تړون لیکونو، تفاهمنامو او قراردادونو په اړه قانوني نظرونه وړاندې کړي او د ۱۱۲ زرو رسمي سندونو ژباړې تصدیق کړي دي.

همدا رنګه ۱۴۱ نور سندونه، د تقنیني اسنادو، فرمانونو او مصوبو، تړون لیکونو، قراردادونو او ستراتیژیو په ګډون ملي او نړېوالو ژبو ته ژباړل شوي. د تقنیني ستاژ درېیمه دوره کې په بریالي توګه د ۱۳۷ تنو روزل د افغانستان عدلیې وزارت یو بل فعالیت و چې په ۱۳۹۸ هـ.ش کال کې ترسره شوی.

.

د ۱۳۹۹ هـ.ش کال تقنیني پلان

د ۱۳۹۹ هـ.ش کال لپاره عدلیې وزارت د ۶۰ تقنیني سندونو طرحه، تدقیق او د مراحلو بشپړول پلان کړي چې، ۲۵ قوانین، ۳۰ مقررې او په تقنیني اسنادو کې د تعدیل ۵ موارد پلان کړي دي.

د تعلیمي مؤسساتو د مقررې طرحه، د روغتیايي سرغړونو مقررې طرحه، د اساسي قانون د تفسیر قانون طرحه، د اداري محاکماتو د اصولو قانون طرحه، د تکافل قانون طرحه، د احصائیې قانون طرحه، د سایبري قانون طرحه، د طبي بوټو د قانون طرحه، د ښاروالیو د قانون طرحه، د کادستر قانون طرحه، د ځمکو د ثبت قانون طرحه، د پولیسو د طرحه قانون او په مدني او اقتصادي برخو کې د ۴۸ نورو تقنیني اسنادو طرحه او تعدیل د عدلیې وزارت د ۱۳۹۹ هـ.ش کال په تقنیني پلان کې شامل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۳:۴۸
Background image

یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د جمادي الاول د میاشتې په ۱۹ نېټې د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې څه باندې د ۱۱۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت اوتشخیص

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۱۵ نیټې د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۲:۴۴
Background image

په پروان ولایت کې څه باندې ۴۲ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت سرپرست او غړي د جمادي الاول میاشتې په ۱۵ نیټې د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د بګرام ولسوالۍ صیادو سیمې ته ولاړ او ۹۸ کادستري ټوټه چې د. . .

BACK TO NEWS