ښاغلی فضل احمد معنوي د عدليې وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وپېژندل شو.

waheed
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۱۹:۱۳
.

ښاغلی قضاوتپوه فضل احمد معنوي د جمهوري ریاست د عالي مقام د جلا حکمونو پربنسټ د عدليې وزارت د نوماند وزیر او سرپرست په توګه وټاکل شو، پرون د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال ښاغلي محمد سرور دانش له لوري، د افغانستان د دولت د اوسنيو او پخوانيو لوړ پوړو چارواکو، په ملي شوري کې د خلکو د استازو او د عدليې وزارت د معینانو، رئیسانو او کارکوونکو په حضور کې وپېژندل شو.

د جمهوري ریاست دویم مرستیال د عدليې وزارت د سرپرست د پېژندلو پر مهال، دغه وزارت یې یو له کلیدي بنسټونو او د حکومت، پارلمان او قضائیه قوې تر منځ د نښلېدو ټکی وباله، او ټینګار يې وکړ چې د عدليې وزارت د دولت په لویو پالیسیو کې مهم رول لري.

.

هغه فضل احمد معنوي ته د عدليې وزارت د سرپرست په توګه د مبارکۍ تر څنګ وویل چې هغه د عدلي او قضايې په برخه کې ښې تجربې لري، او د بریا هیله يې ورته وکړه.

په دې مراسمو کې د عدليې وزارت سرپرست ښاغلي قضاوتپوه فضل احمد معنوي ژمنه وکړه چې  د مونږ اراده ژورو او اړینو اصلاحاتو او نوښتونو ته ټینګه ده. هغه د قانون جوړونې په برخه کې د عدليې وزارت رول مهم وباله او ویې ویل چې افغانستان د قوانینو له پلوه بډایه هېواد دی. د عدليې وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې  خپلې کاري دوره کې به فساد او له موقف څخه ناوړه ګټې اخیستنې ته په هېڅ ډول اجازه ورنکړي.

.

هغه د عدليې وزارت د پخواني وزیر د شپږ کلنۍ کاري دورې له کړنو څخه هم ستاینه وکړه.

همداراز په دې مراسمو کې دکتور عبدالبصیر انور د عدليې وزارت پخواني وزیر د تېرو شپږو کلونو په لړ کې د دې وزارت د عمده لاسته راوړنو د وړاندې کولو ترڅنګ، د عدليې وزارت نوي سرپرست وزیر ته د بریا هيله وکړه.

.

په دې مراسمو کې ښاغلي عبدالحکیم منیب د حج او اوقافو پخواني وزیر هم وینا وکړه او د عدليې وزارت سرپرست او نوماند وزیر ته یې د بریاوو استدعا وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د عدليې وزیر: خلک باید د قانون جوړونې په چارو کې ونډه واخلي

د عدليې وزیر قضاوتپوه فضل احمد معنوي د دې وزارت د رهبرۍ د شوری په ناسته کې د قانون جوړونې په چارو کې د خلکو پر ونډې اخیستنې او د تقنیني او حقوقي ستاژ پر پیاوړتیا، ټینګار وکړ.

د عدليې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۱:۴
Background image

عدليې وزارت کې په تېرو شپږو میاشتو کې په جمعیتونو پورې اړوند تر ۹۰۰ زیات سندونه بررسي شوي دي.

عدليې وزارت کې په تېرو شپږو میاشتو کې په جمعیتونو پورې اړوند ۹۱۱ سندونه بررسي شوي او د هغو اساسنامې مطالعه او بیاکتل شوي دي.

له دې څخه، په نویو تأسیس شویو جمعیتونو پورې اړوند ۵۷۴. . .

BACK TO NEWS