په کابل کې ۲۳ د معاملو لارښوونې او موټر پلورنځي وتړل شو

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کابل ښار په اووه لسمه حوزه کې د ۳۹ د معاملو د لارښوونې دفترونه او موټر پلورنځیو د سندونو له بررسي څخه وروسته، د سرغړونې او غیر قانوني فعالیت په سبب ۲۳ د معاملو د لارښونې او موټر پلورنځۍ یې وتړلې.
تېره اونۍ د معاملو د لارښونې څخه د څارنې او بررسي لپاره د وزارت ټاکل شوي پلاوې د دې وزارت د معاملو د لارښونې ریاست د رئیس مولوي احسان الله وثیق په ګډون د کابل ښار د اووه لسمې حوزې د سر کوتل، شهرک صفا او شهرک طلایي په سیمه کې د معاملو د لارښونې له دفترونو او موټر پلورنځیو څخه څارنه ترسره کړه.
دغه پلاوي د معاملو د لارښونې دفترونو او موټر پلورنځیو د سندونو له بررسي څخه وروسته، دغیر قانوني فعالیت او په ټاکلي موده کې د جواز نه تمدید له امله ۱۴ بابه د معاملو د لارښوونې دفتر او ۹ بابه موټر پلورنځۍ یې (مهر او لاک) وتړلې.
د دغه پلاوي له خوا تړل شوي د معاملو د لارښوونې دفترونه او موټر پلورنځيو له دې وروسته د معاملو د ترسره کولو حق نه لري.
د عدلیې وزارت د معاملو د لارښوونې او موټر پلورنځیو له ټولو مسوولینو څخه غواړي چې د جواز د ترلاسه کولو او تمدید سره خپل فعالیت قانوني کړي. دغه وزارت همداشان له ټولو محترمو ښاریانو څخه غواړي چې په دغو دفترونو کې د خپلو معاملو له ترسره کولو څخه مخکې د عدلیې په وزارت کې د معاملو دلارښوونې او یا موټر پلورنځۍ له ثبت څخه ډاډ ترلاسه کړي.