په بلخ ولایت کې د کابو ۳ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل
د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ربیعالاول د مياشتې په ۱۵ مه نېټه، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون سره ترسره شوه.
د تخنیکي هيئت په دې ناسته کې، د یاد ولایت د مرکز په دشت شور ساحه کې د شهيد بلخي پروژې اړوند
(۱۵۰۰) یو زرو پنځه سوه جریبه ځمکې، د شولګرې ولسوالۍ په کنګوري کلي کې د (۵۰۰) پنځه سوه جریبه ځمکې او د بلخ ولایت په بېلابېلو برخو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.
هیئت پرېکړه وکړه چې پر یادو دوسیو دې څېړنې او بررسۍ بشپړې شي او ورپسې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.