عدليې وزارت د NRC سازمان په هوکړه لیک کې د دغه وزارت د لومړيتوبونو د ځای پرځای کولو غوښتونکی شو.
عدليې وزارت افغان مهاجرینو لپاره د ناروې (NRC) له پلاوي سره په یوه پرلیکه ناسته کې له نوموړې سازمان سره په هوکړه لیکونو کې، د دغه وزارت د لومړيتوبونو د ځای پرځای کولو غوښتونکی شو.
دغه ناسته د سې شنبې ورځې د چنګاښ په ۲۲ مه د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې دکترې زکيې عادلي او د دې وزارت یو شمېر نورو مسوولانو او د افغانستان مهاجرینو لپاره د ناورې د پلاوي د دفتر د مسوولانو په ګډون، جوړه شوه.
د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې له دغه وزارت سره د افغان مهاجرینو لپاره د ناورې پلاوي له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د عدليې وزارت لومړیتوبونو ته په کتو سره د همکارۍ د دوام غوښتونکی شو.
هغې وویل: « څه چې مونږ ته اهمیت لري، د عدليې وزارت له لومړیتوبونو او ستراتیژۍ سره سم د ریښتینولۍ، روڼتیا، رپوټ ورکونې او همکاریو دوام دی.»
مېرمن عادلي د دې بنسټ د پخواني رپوټ ارزونې ته په اشارې سره وویل چې هیله منه ده د دغه وزارت د کار ساحې ته په کتو سره همکارۍ صورت ومومي او له دغه وزارت سره د ژمنو شویو برنامو د تطبیق په لاره کې همغږۍ لا زیاتې شي.
هغې تصرېح کړه چې د حقوقي مساعدتونو د کمېسیون ، د ګرځنده حقوقي سلا ورکونې د مرکز او د حقوقي مساعدتونو د وجهي صندوق رامنځته کول د عدليې وزارت له عمده وو فعالیتونو څخه دي چې د حقوقي مساعدتونو د وړاندې کولو په لاره کې تر سره شوې دي.
هغې د حقوقي پوهاوي ورکونې د مدرن کولو او د حقوقي مساعدتونو له وجهي صندوق سره د مرستې په لاره کې د مهاجرینو لپاره د ناروې د پلاوي د همکاریوغوښتونکې شوه.
همداراز دکترې زکيې عادلي وویل چې د جګړې د شرایطو او د کورنیو بی ځایه شویو د زیاتوالي په خاطر اړتیا احساسېږي چې دغې برخې ته لا زیاته پاملرنه وشي او فعالیتونه بیا تر کتنې لاندې ونیول شي.
په همدې حال د افغان مهاجرینو د دفتر رئیسې او سترې کارپوهې مېرمن ستریت او مېرمن ربیکا وویلې چې دغه سازمان د همغږۍ له پیاوړتیا سره هڅه کوي تر څو د حقوقي پوهاوي ورکونې او نورو مهمو برخو په لاره کې عدليې وزارت سره همکاري وکړي.
هغوی هیله څرګنده کړه چې دیړ ژر به د دواړو لورو ترمنځ په هوکړه لیکونو باندې توافق وشي او دغه هوکړه لیکونه لاسلیک شي.