د پکتیکا عدلیې رئیس د یاد ولایت له مدافع وکیلانو څخه وغوښتل چې د مدافع وکیلانو له کړنلارې سرغړونه ونه‌کړي

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۹:۸
.

د پکتیکا ولایت عدلیې ریاست د یاد ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه او د پکتيکا عدلیې رئیس پکښې له مدافع وکیلانو څخه وغوښتل چې د خلکو اقتصادي شرایط په پام کې ونیسي او له موکلینو څخه د مدافع وکیلانو په کړنلاره کې له تعیین شوې بیې څخه زیاتې پیسې وانه‌خلي.

د همغږۍ دا ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۳ نېټه د سه‌شنبې په ورځ د پکتیکا د عدلیې رئیس، قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د نورو مسؤولینو او د یاد ولایت مدافع وکیلانو په ګډون سره د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه.

د پکتیکا عدلیې رئیس، دفاع وکالت یو سپیڅلی مسلک وباله ویې ویل چې مدافع وکیلان د ظالم پر وړاندې د مظلوم له حق څخه دفاع کوي. نوموړي مدافع وکیلانو ته وویل چې اقتصادي شرایطو ته په کتلو سره، خلکو سره له ترحم څخه کار واخلي او په خپلو کاري چارو کې لازم دقت وکړي.

په دې ناسته کې د پکتیکا ولایت مدافع وکیلانو هم په محکمو او با صلاحیته نظامي ارګانونو کې خپلې کاري ستونزې د عدلیې له رئیس سره شریکې کړې او د هغو د حل غوښتونکي شول.

د عدلیې رئیس وویل چې په د ستونزو د لرې کولو په برخه کې به له اړوندو ارګانونو سره خبرې وکړي او هغو ته د پای ټکی کېږدي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۴:۳۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د ۲ دارالوکالو تړل کېدل

د پکتیا ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د صفر المظفر د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، ګردیز ښار کې د یو شمېر مدافع وکیلانو او دارالوکالو له فعالیت څخه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۱:۴۴
Background image

پنجشیر ولایت کې څه دپاسه ۳ جریبه غصبي ځمکه امارتي تثبیت شوه

د پنجشیر ولایت د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د صفر المظفر د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د غصب شویو ساحو د تثبیت او تشخیص په موخه د یاد ولایت درې ولسوالې ته سفر وکړ.

دغه هیئت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۲:۱۶
Background image

په عدلیې وزارت کې د دفاع وکالت د ستاژ برنامې له دويمې دورې څخه د ۱۰۶ تنو فراغت

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د دفاع وکالت د ستاژ دویمه دوره په شرايط برابرو د وکالت جواز اخیستونکو لپاره  په بریالتوب سره پای ته ورسوله او له دې دورې څخه ۱۰۶ تنه فارغ شوو. یاد وزارت د. . .

BACK TO NEWS