د هرات ولایت د عدليې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۱۴:۴۵
.

د هرات ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رجب المرجب میاشت په ۸ نېټه ددوشنبې په ورځ د هرات ولایت د عدليې رییس الحاج مولوي یارمحمد جانان خادمي په مشرۍ او ددغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون د یاد ریاست په مقر کې جوړه شوه.                         

دغې ناسته کې د عدليې رییس ددغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو له کړنو او هڅو هرکلی وکړ او هغوی ته یې له مراجعینو سره د ښې رویې او نیک رفتار توصیه وکړه.

دغه راز نوموړي ددغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې حاضرۍ ته پابند اوسي او له بې ځایه غیرحاضرۍ ډډه وکړي.

په پای کې، ددغه ریاست آمرینو او کارکوونکو خپل د ادارو ستونزې او ننګونې د عدلیې له رییس سره شریکې کړې. د عدليې رییس د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې او د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې لازم  تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۰:۱۳
Background image

د هرات او کنړ ولایتونو د تخنیکي هیئتوتو د ناستو او عملي اقداماتو ترسره کیدل

د هرات او کنړ ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې، خپل ناستې جوړې کړې او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.

د هرات ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۹:۳
Background image

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او د کابل ولایت د تخنیکي هیئت ګډ کار دغه ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي په منظور پیلیږي

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه د عدليې وزارت د سرپرست او ددغه کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې د. . .

BACK TO NEWS