د ميدان وردک ولایت د عدلیې ریاست او د بهسود ولسوالۍ د یو شمیر مشرانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۲۶
.

د ميدان وردک ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د بهسود ولسوالۍ د سفيد ديوار کلي د مشرانو ترمنځ د همغږۍ ناسته د شوال د میاشتې په ۸ مه نېټه د چهار شنبې په ورځ د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان راغلو مشرانو سره د ځمکو اړوند د دوی دوسيو په اړه خبرې وکړې او د شريعت او اصولو په رڼا کې یې اړوند لازمې لارښوونې وکړې.

په یاده ناسته کې، د سفيد ديوار کلي مشرانو د عدلیې ریاست او اسلامي امارت کړنې وستیالې او د لا زياتو همکاريو ډاد یې ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۵۷
Background image

د سرپل ولایت له والي سره د یاد ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت کتنه

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د قاري عبدالغني شريفي په مشرۍ د یاد ولایت له والي محمد ظریف مظفر سره د ولايت په مقام کې ناسته جوړه کړه.

دغه ناسته چې د ربیع الاول د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۳۹
Background image

د عدلیې وزارت د ۶ تشو بستونو رقابتي ازموینه اخیستل

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ربیع الاول د مياشتې په ۹ مه نېټه د پنجشنبی په ورځ د یاد وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د ۶ مسلکي (NTA ) تشو بستونو رقابتي ازموینه د آزادې سیالې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۳۰
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معين د بدخشان والی سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مسلکي معين، شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د سفرونو په لړ کې، د ربیع‌الاول د میاشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې  په ورځ. . .

BACK TO NEWS