د مدافع وکیلانو د (۴۳) درې څلويښتمې دورې د ارزونې خبرتیا!

hakeem_admin
.

د مدافع وکیلانو د ریاست له مخکنۍ خبرتیا سره سم د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د روان کال په لړم میاشت کې پای ته رسیدله؛ خو د مدافع وکیلانو د غوښتنې پر اساس دغه بهیر د څلورو نورو دورو له پاره تمدید شوی دی چې د روان کال د کب میاشت پورې به دوام ومومې.

د یادې ارزونې دوه دورې د لیندې په ۲۲ او مرغومي په ۲۰ نېټو تېرې شوي او راتلونکې دوره یې په سلواغې میاشت کې جوړیږي.

پردغه اساس هغو مدافع وکیلانو ته چې تر دې دمه له دغه بهیر څخه پاتې خبر ورکول کیږي چې (۴۳) درې څلويښتمې دورې کې د نوم لیکنې له پاره چې ټاکل شوې د سلواغې میاشت ۲۵ نېټه جوړیږي د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست اداري مدیریت ته مراجعه او نوم لیکنه وکړي.

د یادولو وړ ده چې ددغې دورې د نوم لیکنې وروستی نېټه د سلواغې میاشت ۲۴ نېټه ټاکل شوی ده.

Latest announcements

دوشنبه, جنوري 16 2023 11:14 AM
Background image

د مدافع وکیلانو د (۴۳) درې څلويښتمې دورې د ارزونې خبرتیا!

د مدافع وکیلانو د ریاست له مخکنۍ خبرتیا سره سم د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د روان کال په لړم میاشت کې پای ته رسیدله؛ خو د مدافع وکیلانو د غوښتنې پر اساس دغه بهیر د څلورو نورو دورو له . . .

یکشنبه, جنوري 15 2023 3:07 PM
Background image

داخلې آزموینې له پاره د مدافع وکیلانو د نوم لیکنې د تمدید په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د مدافع وکیلانو له مخکنۍ خبرتیا سره سم، د دفاع وکالت د جوازلیک ټولو غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي چې د هېواد لرو پروتو سیمو د غوښتونکو د ستونزو په درک سره چې د نوم لیکنې او د غوښتنلیک . . .

چهارشنبه, جنوري 11 2023 2:02 PM
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۴۲ دورې د پاېلو خبرتیا

عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۴۲ دوره د مرغومي په ۲۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې ۲۲ تنه مدافع وکیلان شامل شوي . . .

Back to announcements