د مدافع وکیلانو د ارزونې (۴۲) دوه څلوېښتمې دورې په اړه خبرتیا
د مدافع وکیلانو د ریاست مخکنۍ خبرتیا سره سم د ارزونې بهیر د روان کال د لړم میاشت پای ته رسیدو سره پای ته رسیدلی دی. د مدافع وکیلانو د غوښتنې پر اساس دغه بهیر د څلورو نورو دورو له پاره تمدید شوی دی چې د روان کال د کب میاشتې ترپای پورې به دوام ومومي. چې یوه دوره یې د لیندۍ میاشت په ۲۲ نېټه تېره شوې او راتلونکۍ دوره یې په مرغومې میاشت کې ترسره کیږي.
پر دغه اساس هغو مدافع وکیلانو ته چې تر اوس مهال پورې له دغه بهیر څخه وروسته پاتي، خبر ورکول کيږي چې د ارزونې (۴۲) دورې د نوم لیکنې له پاره چې د مرغومي میاشت په ۲۰ نېټه ترسره کیږي د مدافع وکیلانو ریاست اداري مدیریت ته مراجعه او نوم لیکنه وکړي. د یادونې وړ ده چې ددغې دورې د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د مرغومې میاشت ۱۹ نېټه ټاکل شوې ده.