د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۴ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي، د مدافع وکیلانو ریاست د ربیع الاول د میاشتې په  ۶ مه نېټه چې د وږي د میاشتې له ۱۹ نېټې سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ، د ۱۲ تنو نور مدافع وکیلانو ارزونه د هغوی د جواز لیکونو د نوي کولو په منظور پیلوي.

له همدې امله هغه مدافع وکیلان چې پخوا یې د ارزونې په بهیر کې د ګډون لپاره خپل غوښتنلیکونه د مدافع وکیلانو د ریاست اداري مدیریت ته سپارلي دي، له لاندې جدول سره سم د نوملړ د پرله پسې شمېرې پر بنسټ د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۳۰ بجو پورې د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت د ودانۍ مقر ته حاضر شي.

دغه راز په ټاکل شوې ورځ د مدافع وکیلانو شتون حتمي او لازمي دی او د ازموېنې په صحن کې د غیابت او نه حاضرېدو په صورت کې  هغوی ته دوه ېم چانس نه ورکول کېږي.

محترم وکیلان دې خبر وي.

د ۵۴ دورې د مدافع وکیلانو نوملړ په لاندې ډول دی.

.

 

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۴:۵
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۴ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۴ دوره د وږي د میاشتې په ۱۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې ۱۲ تنه مدافع . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۴ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي، د مدافع وکیلانو ریاست د ربیع الاول د میاشتې په  ۶ مه نېټه چې د وږي د میاشتې له ۱۹ نېټې سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ، د ۱۲ تنو نور . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۲:۲۵
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۳ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۳ دوره د زمري د میاشتې په ۱۱ نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې ۱۶ تنه مدافع . . .

Back to announcements