د مدافعو وکیلانو د اروزني د بهیر د پېل په باره کې د عدليې وزارت خبرتیا

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۰:۱۰

په ټول هیواد کې ټولو مدافعو وکیلانو ته خبر ورکول کیږي د مدافعو وکیلانو ریاست د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۶ نېټه چې د چنګاښ د میاشتې له ۴ نیټې سره سمون خوري د شنبې په ورځ، د مدافعو وکیلانو ارزونه او د هغو د جوازلیکوونو نوي کول په عملي ډول پېلوي.

له همدې امله هغه مدافع وکیلان چې پخوا یې خپل غوښتنلیکونه د ارزونې په بهیر کې د ګډون لپاره د مدافعو وکیلانو ریاست اداري مدیریت ته سپارلي دي، له لاندې جدول سره سم د نوملړ د پرله پسې شمېرې پر بنسټ د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۳۰ بجو پورې د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت د ودانۍ مقر ته حاضر شي.

دغه راز د دوه یمې او درېیمې دورې ارزونه په ترتیب سره د ۱۴۴۳ کال د ذوالقعدې د میاشتې به ۲۹ او د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټو چې د سه شنبې او شنبې له ورځو سره سمون خوري تر سره کیږي. محترم وکیلان دې خبر وي.

د جدول د ترلاسه کولو له پاره دلته کلیک کړئ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۸:۳۹
Background image

د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو ناسته جوړه شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو ناسته د روان هجري قمري کال د ذوالحجې د میاشتې په ۶، سه شنبې په ورځ د دې وزرات سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب په مشرۍ جوړه شوه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۲ - ۱۳:۲۳
Background image

د مدافعو وکیلانو د ارزونې د بهیر د درېمې دورې د پاېلو خبرتیا

عدلیې وزارت د مدافعو وکیلانو د ارزونې د بهیر د درېمې دورې د چنګاښ په 11 نېټه د شنبې په ورځ د 49 تنو مدافعو وکیلانو په ګډون په دې وزارت کې، جوړه کړه.

د شوې ارزونې پر بنسټ له 49 تنو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۹ - ۱۱:۱
Background image

د عدليې وزارت خبرتیا; د مدافعو وکیلانو د ارزونې د بهیر د درېمې دورې پېل

په ټول هیواد کې ټولو مدافعو وکیلانو ته خبر ورکول کیږي د مدافعو وکیلانو ریاست د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه چې د چنګاښ د میاشتې له ۱۱ نیټې سره سمون خوري د شنبې په ورځ، د ۵۰ تنو نورو . . .

BACK TO NEWS