د عدلیې وزارت سرپرست وزیر په کابل کې مېشت د ترکیې له سفیر سره وکتل

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۱ - ۱۴:۱

 نن چهارشنبه، د ربیع الاول په ۷ نېټه سهار د ا.ا.ا د عدلیې وزارت محترم سرپرست وزیر الشیخ مولوي عبدالحکیم الشرعي حفظه الله، په کابل کې مېشت د ترکیې له محترم سفیرجیهاد ارګینای، او مل پلاوي سره یې لېدنه او خبري اترې وکړ.

په دغه کتنه کې د عدلیې وزارت سرپرست وزیر د افغانستان له خلکو سره د ترکیې هېواد له شویو مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه، ویې ویل: ترکیه او افغانستان له پخوا څخه دوستانه اړیکې درلودلې او په راتلونکي کې به هم دا دوستانه اړیکې ادامه ولري. هغه زیاته کړه چې افغانستان د ترکیې او ټول هېوادونو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دي.

د افغانستان له خلکو سره د ترکیې پخوانيو مرستو ته په اشارې سره د ترکیې سفیر وویل: هېواد یې اوس هم د افغانستان اسلامي امارت سره همکاري ته چمتو دی. هغه زیاته کړه چې د افغانستان د عدلیې وزارت سره به د کارکوونکو د لاپوهاوي او د متخصیصنو د لېږد په برخه کې همکاري وکړي.

په دغه لېدنه کې د ترکیې سفیر، د دوو هېوادونو ترمنځ د مخکنیو هوکړه لېکونو په هکله د هغو له جملې څخه د مجرمینو د استرداد  د هوکړه لیک په هکله د وضاحت غوښتونکی شو.

د عدلیې وزارت سرپرست وزیر وویل: د افغانستان اسلامي امارت د هېواد مخکنيو ټولو هغو هوکړه لیکونو او تعهداتو  ته ژمن دی چې له نورو هېوادونو سره ترسره شوي دي خو په هغه  صورت کې چې له اسلامي شریعت سره په تکړ کې نه وي.

هغه د خپل خبرو په لړ کې په نړیوالو قضایاوو او په ځانګړي ډول د هغه قضایاوو په هکله چې په مسلمانانو پورې اړوند دي د ترکیې هېواد له دريځ څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په کابل کې ۲۳ د معاملو لارښوونې او موټر پلورنځي وتړل شو

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کابل ښار په اووه لسمه حوزه کې د ۳۹ د معاملو د لارښوونې دفترونه او موټر پلورنځیو د سندونو له بررسي څخه وروسته، د سرغړونې او غیر قانوني فعالیت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۳ - ۱۲:۳۸
Background image

د ننګرهار ولایت له مشرانو سره د عدلیې وزیر لیدنه

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست وزیر شیخ عبدالحکیم شرعی صاحب، د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ کال د لړم د میاشتې په ۳۰ نېټه د ننګرهار ولایت له قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۳۰ - ۱۲:۱۷
Background image

د مدافع وکیلانو د فعالیت جواز د ترلاسه کولو په اړه د عدلیې وزارت اعلامیه

د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ټولو محترمو مدافع وکیلانو ته خبر ورکوي چې ژر تر ژره له دې وزارت څخه د خپل فعالیت جواز ترلاسه کړي. په هغه صورت چې د مدافع محترمو وکیلانو له عدلیې. . .

BACK TO NEWS