د عدلیې وزارت د کارکوونکو لپاره د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې نوې تګلاره وښوول شوه
د عدليې وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمېسیون سره په همغږۍ کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې د نوې تګلارې ښونیزه برنامه د دې وزارت د کارکوونکو لپاره جوړه کړه.
په دې درې ورځنۍ ښونیزه برنامه کې د عدليې وزارت ۶۰ تنه کارکوونکو ګډون کړی وو او پکې په خپل وخت سره د ارزونې څرنګوالی، د ارزونې د مستند کونې، د ارزونې په بهیر کې د چلند څرنګوالی، له سلیقوي ارزونې څخه مخنیوی او نور موارد وښوول شول.
د اجراآتو د ارزونې د نوې تګلارې پربنسټ د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ښونیزو اړتیاوو او وړتیاوو پرمختیا په کره او ښکارنده ډول مشخصېږي او د ملکي خدمتونو کارکوونکي اړ کېږي ترڅو له واضح شاخصونو او بنسټیزو فعالیتونو سره د خپلو د دندو د لایحو څخه پورته کار وکړي.
د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې په نوو فورمونو کې، د حساب ورکونې او د دندې د خوندیتوب تر منځ تعادل په پام کې نیول شوی دی.
د ملکې خدمتونو د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې په تګلاره کې د نوو بدلونونو په راتلو سره د ملکي خدمتونو په ادارو کې د مکافاتو او مجازاتو اصل منطقي او د کړنې پربنسټ کېږي او هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کول په لا ډیر مسؤلیت اخیستنې، روڼتیا او ځواب ورکونې سره تر سره کېږي.
د دې تګلارې پربنسټ همداراز په دولتي بنسټونو کې د جوړښتونو او نوښتونو فرهنګ پراختیا مومي.