د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو ناسته جوړه شوه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۸:۳۹

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو ناسته د روان هجري قمري کال د ذوالحجې د میاشتې په ۶، سه شنبې په ورځ د دې وزرات سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د هیواد په جنوبي ولایتونو د وروستۍ زلزلې  په باره کې خبرې وشوې او د عدلیې وزیر د دې وزارت د انسجام رئیس ته لارښوونه وکړه چې د خیریه بنسټونو له مسئولینو سره و ګوري او له هغوی څخه دې وغواړي چې د کورونو جوړولو او  د اوبو د څاګانو کیندلو په ګډون د بنسټیزو کارونو کې دې د هیواد زلزله ځپلو خلکو سره مرسته وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د عدلیې وزرات د اړتیا وړ تېلو د قرارداد په اړه خبرې وشوې. د عدلیې وزیر اړوندو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د تېلو د قرار داد کار دې ډیر ژر بشپړ کړي. هغه د دې وزارت رئیسانو ته توصیه وکړه چې خپلو کاروته دې پاملرنه وکړي او هغه دې په ټاکلي وخت ترسره کړي.

شیخ صاحب ټینګار وکړ چې د بی نظمۍ د مخنیوي په منظور دې باید ټول کارکوونکي خپل غرمنۍ ډوډۍ د وزارت په داخل کې وخوري ځکه چې له وزارت څخه بهر ته د خوړلو له پاره د کارکوونکو وتل په اداره کې د ګډوډۍ رامنځ ته کېدو سبب ګرځي.

په دې غونډه کې په دې وزارت کې د دیني درسونو په اړه هم خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې له عدلیې وزارت څخه بهر طالبان هم کولای شي په دغو درسونو کې ګډون وکړي. دغه راز پریکړه وشوه چې د هغو طالبانو له پاره دی کارتونه جوړ کړی شي.

په پای کې د عدلیې وزیر د دې وزارت د بشري سرچینو رئیس، اداري او مالي رئیس او د حقوقو رئیس ته لارښوونه وکړه چې د ولایتونو  د عدلیې په ریاستونو کې د اجیرانو د کمبود ستونزې ته رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۳:۴۸
Background image

یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د جمادي الاول د میاشتې په ۱۹ نېټې د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې څه باندې د ۱۱۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت اوتشخیص

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۱۵ نیټې د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۲:۴۴
Background image

په پروان ولایت کې څه باندې ۴۲ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت سرپرست او غړي د جمادي الاول میاشتې په ۱۵ نیټې د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د بګرام ولسوالۍ صیادو سیمې ته ولاړ او ۹۸ کادستري ټوټه چې د. . .

BACK TO NEWS