د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته جوړه شوه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۶ - ۹:۵۷

د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته د ذوالحجې په ۲۸ نېټه د چهار شنبې په ورځ د دې وزارت د مالي او اداري رئیس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ جوړه شوه.

په دې ناسته کې د عدلیې وزارت د عایداتي سرچینو په اړه بحث وشو، د عدلیې وزارت اداري او مالي رئیس د دې وزارت مرکزي رئیسانو ته توصیه وکړه چې د نوې عایداتې سرچینو لټون وکړئ او که چېرې پخوانۍ عایداتي سرچینې غیر فعاله وې د بیا فعالولو په اړه هڅه او هاند وکړئ.

همدا راز په دې ناسته کې د بهرنیو مؤ‎سسو او د هغوی د مرستې په اړه بحث وشو.

همدا راز د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس مولوي محمد شریف جهادیار د بهرنیو مؤسسو او له عدلیې وزارت سره  د هغوی د مرستو دڅرنګوالي په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

په دې ناسته کې  د مدافع وکیلانو د انجمن رئیس مولوي صاحب سید حبیب الحبیب د دې ریاست د عوایدو او د هغو د راټولولو د څرنګوالي په اړه ګډون کوونکوته معلومات وړاندي کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د مرکز زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو مسلکي غړو لپاره د زده کړییز سیمینار جوړول

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت، د جمادي الاول میاشتې په ۲۵ نېټې د شنبې په ورځ د مرکز زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو مسلکي غړو لپاره شپږ ورځنی زده کړییز. . .

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۵:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت د تقنین ستاژ برنامې د شپږمې دورې وروستۍ آزموینه واخیستل شوه

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي-حقوقي څېړنو د چارو انستېتوت د جمادي الاول میاشتې په ۲۲ نېټې د چهارشنبې په ورځ د یاد وزارت د تقنین ستاژ برنامې د شپږمې دورې وروستۍ آزموینه واخیسته.

. . .
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۳:۴۷
Background image

د پکتیا ولایت د مرکز په ګردیز ښار کې له ۳ دارالوکالو نظارت او بررسي ترسره شوه

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د جمادي الاول میاشتې په ۲۳ نېټې د پنجشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د مرکز په ګردیز ښار کې ۳ دارالوکالو نظارت او بررسي کړې او د هغو متصدیانو ته یې. . .

BACK TO NEWS