د عدليې وزیر د حقوقي پوهاوي ورکونې وضعیت تر بررسي لاندې ونیوه

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۳:۱۵
.

د هېواد د عدليې وزیر قانونپوه فضل احمد معنوي په یوې ناستې کې، هېوادوالو ته د حقوقي پوهاوي ورکونې وضعیت تر بررسي لاندې ونیوه او په دې برخه کې د بدلون پر اړتیا ټینګار وکړ.

دغه ناسته چې د سې شنبې ورځې د چنګاښ په ۲۲ مه جوړه شوه، د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې او د دې وزارت د بېلا بېلو برخو رئیسانو او ځینو مسوولانو حضور درلود.

د عدليې وزیر ټینګار وکړ چې حقوقي پوهاوی باید له نوې تګلارې څخه په ګټې اخیستنې سره او تر واضح او مسلکي چتر لاندې صورت ومومي او د دې برخې فعالیتونه هم متمرکز شي.

.

هغه په حقوقي پوهاوي ورکونې کې اوسنۍ کلاسیکې تګلارې ته په اشارې سره وویل چې هېوادوالو ته په حضوري ډول حقوقي پوهاوی، د عدليې وزارت امکاناتو او سرچينو او د حقوقي پیغامونو د مخاطبانو زیاتوالي ته په کتو سره، شونی نه دی.

ښاغلي معنوي تصرېح کړه چې د حقوقي پوهاوي ورکونې د پیغامونو تولید زیات شي او له بېلا بېلو کانالونو په ځانګړي ډول د رسنیو له لارې خلکو ته ورسول شي.

هغه همدا راز لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې یو مرکزي ټیم له پیاوړې مدیریت سره جوړ شي او د حقوقي پوهاوي ورکونې مسوولیت پرغاړه واخلي او په منظمه توګه له خپلو فعالیتونو څخه رپوټ وړاندې کړي. هغه په دې برخه کې د عدليې وزارت د همکارو موسسو د همکارۍ پر جلبولو ټینګار وکړ.

.

د عدليې وزارت د ۱۸۸ ګرځنده سلا ورکونې د مرکز د فعالیت  پر اغېزمنتوب ټینګار وکړ او ويې ویل چې هڅه وشي دغې شمېرې ته د هېوادوالو اړيکې وړیا شي ترڅو وکولای شي د دې مرکز حقوقي سلاوې ترلاسه کړي.

فضل احمد معنوي د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې دکترې زکیې عادلي په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده وسپارله ترڅو نوموړو مواردو کې ژر تر ژره عملي ګامونه پورته کړي.

په دې ناسته کې د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې د حقوقي پوهاوي ورکونې د مدرن کولو لپاره تجهیزاتي، سرچینو او زیربناوو اړتیاوو ته په اشارې سره وویل چې کمېټه به په نږدې راتلونکې کې پر کار پیل وکړي تر څو د ننګونو په لرې کولو سره د حقوقي پوهاوي ورکونې وضعیت لا ښه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

د عدلیې وزارت سرپرست وزیر په کابل کې مېشت د ترکیې له سفیر سره وکتل

 نن چهارشنبه، د ربیع الاول په ۷ نېټه سهار د ا.ا.ا د عدلیې وزارت محترم سرپرست وزیر الشیخ مولوي عبدالحکیم الشرعي حفظه الله، په کابل کې مېشت د ترکیې له محترم سفیرجیهاد ارګینای، او مل پلاوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۷ - ۱۵:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت محترم سرپرست وزیر پیام

د عدلیې وزارت محترم سرپرست وزیر وړمه ورځ ( د دوشنبې ورځ ۱۴۴۳/۲/۱۹ هـ.ق نېټه) د چین له سفیر سره وکتل. د علاقې وړ موضوعاتو باندې د بحث په ترڅ کې د چین سفیر د عدلیې وزارت له سرپرست څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۶ - ۱۰:۷
Background image

د عدلیې وزارت عالیقدر سرپرست وزیر د چین له سفیر سره لیدنه ترسره کړه

دوشنبه،

د دغې لیدنې په پیل کې، د عدلیې محترم سرپرست وزیر د چین هېواد سفیر ښاغلي وانګ یو او مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له دوی څخه یې مننه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت سره د یو. . .

BACK TO NEWS