د عدليې وزارت ډېرو او ژورو نوښتونو ته اړتیا لري.

waheed
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۴:۳۰
.

د عدليې وزارت سرپرست او نوماند وزیر قضاوتپوه فضل احمد معنوي د پېژندلو په مراسمو کې په دې ټینګار وکړ چې د عدليې وزارت که څه هم د ۲۰ کلونو په لړ کې د بڼې له پلوه د ډیرو بدلونونو شاهد وه؛ خو له محتوايي پلوه لا ډیرو نوښتونو ته اړتیا لري.

د عدليې وزارت د سرپرست او نوماند وزیر د رسمي پېژندلو مراسم دوشنبې، د وږي په ۲۴ (مه) نېټه د دې وزارت په مقر کې د جمهور رئیس د دویم مرستیال او نورو دولتي چارواکو، د ملي شوري د مشرانو جرګې او ولسي جرګې ځینو غړو، د حکومت د پخوانیو چاراکو او د عدليې وزارت د مسؤولینو او کارکوونکو په حضور کې جوړ شو.

.

د عدليې وزارت سرپرست په دې مراسمو کې د وینا په لړ کې ژمنه وکړه چې په عدليې وزارت کې د خپل ماموریت په دوره کې به د پخوانیو وزیرانو د کارونو په لړ کې، لوی کارونه تر سره کړی. هغه تصرېح کړه: «پخوا به مو اورېدل هغه کسان چې نوي یوې ادارې ته دننه کېدل ویل به يې چې هېڅ کار نه دی شوی او هر څه به يې له صفر څخه پیلول؛ خو مونږ داسې نه کوو. ډېر کارونه ترسره شوي او خدای(ج) دې مونږ ته توفیق راکړي چې لوی کارونه ترسره کړو.»

هغه په عین حال کې چې دې وزارت کې د ژورو او اړینو نوښتونو او اصلاحاتو او ریفورم په اړتیا ټینګار وکړ، زیاته يې کړه چې د اصلاحاتو له کلیمې څخه د کارکوونکو د ځای په ځایولو تعبیر، سم تعبیر نه دی.

د عدليې وزارت سرپرست وویل چې ښايي ستونزمنه به وي چې ژمنه وکړو چې ډیر لوی کارونه به ترسره کړو؛ خو زمونږ اراده په رښتینولۍ، زړه سواندي او د هغې ژمنې پر بنسټ کارکول دي چې له دې خلکو او دې خاورې سره لرو.

.

هغه زیاته کړه که فرصتونه مو تر لاسه کړل، د یو بل په مشورې سره، داسې موضوعات به مطرح کړو او هغه موضوعات به مطرح شي چې عملي  یې کړی شو او که بریالي شو، د ټولو بریالیتوب به وي.

د عدليې وزارت سرپرست وویل که څه هم له سیاسي پلوه مو ستونزې لرلي او د لید لورو توپیر په یو دیموکراتیک هېواد کې، بشپړ طبیعي امر دی؛ خو د دولت د مامور په توګه، د قانون په روښنايي کې ګډ کار ته ژمن یو.

هغه ټینګار وکړ چې د عدليې وزارت د عدل مرجع دی او هغه به د زور، قانون ماتونې او بی عدالتۍ پر وړاندې ټینګ دریږي او د هر یو کارکوونکي له حیثیت او ځای به دفاع کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۲:۵
Background image

د عدلیي وزارت د تقنيني ستاژ د اوومې دورې درسونه پیل شول

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست له لوري د یاد وزارت په مقر کې د تقنيني ستاژ د اوومې دورې درسونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شول.

په دغو مراسمو کې چې د شوال د مياشتې په ۱۱ مه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۵۳
Background image

د پروان ولایت په روزنتون کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

د پروان ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د شوال د مياشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د روزنتون زده کوونکو او ښوونکو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه. 
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۳:۱۲
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې او د ټولګټو چارو رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست او د ټولګټو چارو رياست ترمنځ د همغږۍ ناسته د شوال د میاشتې په ۸ مه نېټه د چهار شنبې په ورځ د ټولګټو چارو رياست په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د پکتیا. . .

BACK TO NEWS