د عدليې وزارت د رهبرۍ شورای غونډه د ا.ا.ج، د عدليې وزیر ښاغلي ډاکتر عبدالبصیر انور په مشرۍ جوړه شوه

waheed
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۳:۴۷
.

دغه غونډه د عدليې وزارت معینانو او د مرکزي ریاستونو د رئیسانو په ګډون، د چنګاښ د میاشتې په ۳۱ نېټه د عدليې وزیر په دفتر کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو، ټولنیزو بنسټونو او د معاملاتو د لارښوونو د سمون د ثبت او بررسۍ، د حقوقو، او مالي او اداري ریاستونو پورې اړوندو موضوګانو او د دغو چارو په پرمخ بیولو کې د ښې همغږۍ او سمون د رامنځته کولو په منظور د عدليې وزارت د کار په ساحه پورې د ځینو اړوندو موضوګانو په باره کې خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د عدليې وزارت د رهبرۍ شورای غونډه د هغو موضوګانو په باره کې چې ډله ييزو خبرو ته اړتیا لري په نوبتي او دوامدار ډول جوړيږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۴:۳۰
Background image

د عدليې وزارت ډېرو او ژورو نوښتونو ته اړتیا لري.

د عدليې وزارت سرپرست او نوماند وزیر قضاوتپوه فضل احمد معنوي د پېژندلو په مراسمو کې په دې ټینګار وکړ چې د عدليې وزارت که څه هم د ۲۰ کلونو په لړ کې د بڼې له پلوه د ډیرو بدلونونو شاهد وه؛. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۱۹:۱۳
Background image

ښاغلی فضل احمد معنوي د عدليې وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وپېژندل شو.

ښاغلی قضاوتپوه فضل احمد معنوي د جمهوري ریاست د عالي مقام د جلا حکمونو پربنسټ د عدليې وزارت د نوماند وزیر او سرپرست په توګه وټاکل شو، پرون د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د جمهوري ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۹:۵۴
Background image

په واټونو کې د لاس پلورونکو فعالیت قانونمن کېږې

د کابینې د قوانینو د کمېټې فوق العاده غونډې د واټ د ترانسپورت د قانون د طرحې او د ښاروالیو د قانون د دریمې مادې د تعدیل د طرحې په ګډون د ۵ تقنيني سندونو طرحې تائیدې کړې.

د ښاروالیو د. . .

BACK TO NEWS