د دفاع وکالت د ورودي آزموينې د دوه یم دور د پایلو اعلام

hayat_admin
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت ددفاع وکالت د ورودي آزموینې د دوه یم دور آزموینه د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په ۳۰ نېټه  د ۶۵۳ تنو په شرایطو برابرو د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو په ګډون جوړه کړه.

د آزموینې په دغه دور کې د ۶۵۳ برخه اخیستونکو له مجموعې څخه، د هغوی ۵۷۵ تنو وشو کولی چې د تعیین شویو نمرو په ترلاسه کولو سره بریالي شي او ۷۸ تنو نورو غوښتونکو و نه شوکولای تعیین شوې نمرې ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده چې په دغې آزموینه کې د ګډون لپاره ۷۳۱ تنو غوښتونکو نوم لیکنه کړې وه چې د آزموینې په ورځ د هغوی ۷۸ تنو حضور نه درلود او غیرحاضر وګڼل شول.

د هغو غوښتنونکو نوملړ چې په ورودي آزموینه کې بریالي شوي له دغه ځای څخه ترلاسه کولای شئ.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۱:۴۰
Background image

د عدالت ګاهنامه چاپ او خپره شوه

د عدالت تخصصي (شرعي  او حقوقي) ګاهنامه په ۲۲۲ پرله پسې ګڼې سره، د عدلیې وزارت له لوري چاپ او خپره شوه. په دغې ګاهنامه کې شرعي او حقوقي مقالې شاملې دي چې د علماو او حقوق پوهانو له لوري . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د راستنیدونکو مهاجرینو له مجبوریتونو له ناوړه ګټه پورته کولو څخه د ډډې کولو په برخه کې د معاملاتو د لارښوونې دفترونو ته د عدلیې وزارت خبرتیا

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په دې ورستیو کې شکایتونه ترلاسه کړي چې په ډاګه کوي د معاملاتو د لارښوونې یو شمېر دفترونه له ګاونډیو هیوادونو د مهاجرینو د راستنیدو له بهیر او د مهاجرینو له . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۴۸ دورې د پاېلو خبرتیا

عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۴۸ دوره لړم میاشتې په ۱۸ نېټه پنج شنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې ۱۸ تنه مدافع وکیلان شامل شوي . . .

Back to announcements