د ارزګان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
دغې ناسته کې د تېرې ناستې د ځینو موضوعاتو په اړه بحث وشو، او هیئت د عامه مرعی موضوع د حل په موخه مهرآباد او موسی زی ولسوالیو ته ولاړ.
هیئت د سرې اډې په سیمه کې پر عامه مرعی ځمکه د ځینو اشخاصو د ادعا په اړه پریکړه وکړه چې په دغې برخه کې لازیاتې څېړنې وشي.
دغه راز د یو شخص د سرای او د سهنانو ځمکې د بررسۍ له پاره یو هیئت تعیین شو ترڅو یادو شویو ساحو ته ولاړ شي او څېړنې وکړي.
دغه راز یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې په چنارتو ولسوالۍ کې د پاتان او شفلغ کلیو ترمنځ د دښتې موضوع په راتلونکو ورځو کې بررسي شي.