داخلې آزموینې له پاره د مدافع وکیلانو د نوم لیکنې د تمدید په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

د مدافع وکیلانو له مخکنۍ خبرتیا سره سم، د دفاع وکالت د جوازلیک ټولو غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي چې د هېواد لرو پروتو سیمو د غوښتونکو د ستونزو په درک سره چې د نوم لیکنې او د غوښتنلیک پړاونو د تېرولو له پاره مراجعه کوي، د نوم لیکنې بهیر د دریو نورو ورځو له پاره تمدید شوی دی.

پردغه اساس د نوم لیکنې او د آزموینې فورمې ډکولو وروستۍ نېټه د ۱۴۰۱ کال د مرغومي میاشت ۲۹ نېټه د پنجشنبې ورځ ده.

د داخلې آزموینې نېټه به وروسته اعلان شي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۱:۴۰
Background image

د عدالت ګاهنامه چاپ او خپره شوه

د عدالت تخصصي (شرعي  او حقوقي) ګاهنامه په ۲۲۲ پرله پسې ګڼې سره، د عدلیې وزارت له لوري چاپ او خپره شوه. په دغې ګاهنامه کې شرعي او حقوقي مقالې شاملې دي چې د علماو او حقوق پوهانو له لوري . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د راستنیدونکو مهاجرینو له مجبوریتونو له ناوړه ګټه پورته کولو څخه د ډډې کولو په برخه کې د معاملاتو د لارښوونې دفترونو ته د عدلیې وزارت خبرتیا

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په دې ورستیو کې شکایتونه ترلاسه کړي چې په ډاګه کوي د معاملاتو د لارښوونې یو شمېر دفترونه له ګاونډیو هیوادونو د مهاجرینو د راستنیدو له بهیر او د مهاجرینو له . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۴۸ دورې د پاېلو خبرتیا

عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۴۸ دوره لړم میاشتې په ۱۸ نېټه پنج شنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې ۱۸ تنه مدافع وکیلان شامل شوي . . .

Back to announcements