بلخ ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۴:۲۶
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي  د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ربیع الاول د میاشتې په ۳ نېټې د دوشنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوند دوسیو د بررسۍ په منظور بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره یې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغه سفر کې دکور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د کرنې او اوبو لګولو د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د یاد کمېسیون سکرتر او د امارت د قضایاو لوی رئیس مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو غړو د عدليې له وزیر سره ملتیا وکړه.

د یاد کمېسیون مشرتابه لومړی د دغه ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره ناسته جوړه کړه او د عدليې وزارت سرپرست په کې د موضوع په تړاو خبرې وکړې. نوموړي بلخ ولایت ته د دغه هیئت د سفر موخه بیان کړه او په ولایتونو کې له تخنیکي هیئتونو او له مرکزي کمېسیون سره د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د سیمه ییزو ادارو په همکاري ټینګار وکړ.

د عدليې وزارت سرپرست له بیت المال څخه د ساتنې په ټینګار سره وویل چې ټولې ادارې په دغې برخه کې مسؤلیت لري او په ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو مسؤلیت له ټولو څخه زیات دی.

په یاده ناسته کې د کمېسیون نورو غړو هم په ترتیب سره د بیت المال د ساتنې او د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په تړاو خبرې وکړې او په ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئتونو سره د سیمه ییزو ادارو په همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ. هغوی بلخ ولایت ته د یاد هیئت د سفر موخه د امارتي ځمکو د غصب اړوندو دوسیو دقیقه بررسي بیان کړه.

په دغې ناسته کې د بلخ ولایت  مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو هم د ځمکو د غصب د مخنیوي په اهمیت ټینګار وکړ او د یاد ولایت له تخنیکي هیئت او د ځمکو د غصب د مخنیوي  له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه پلاوي د بلخ ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره له کتنې څخه وروسته، په دغه ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې بررسي کړې او په دغې برخه کې د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۵:۳۲
Background image

په تېرې یوې میاشت کې څه باندې د ۳۰ زره او ۳۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

د هیواد د ۱۴ ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په اوږدو کې ۳۰ زره او ۳۱۱.۹۵۵  جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته،. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۴:۵
Background image

یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۱۶ نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۱:۲
Background image

د میدان وردک ولایت له عدلیې ریاست څخه د عدلیې وزارت د نظارتي هیئت لیدنه او بررسي

د عدلیې وزارت نظارتي هیئت د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رئیس مولوي سیدحبیب الحبیب په مشرۍ او د حقوقي مساعدتونو رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS