پکتیا ولایت کې د یو شمېر اتحادیو، معاملاتو لارښوونې او خيریه بنسټونو دفترونو نظارت کېدل

barekzai_admin
Wed, Jul 31 2024 11:50 AM
.

د پکتیا ولایت عدلیې رياست د انسجام عمومي مديریت نظارتي پلاوي د محرم الحرام د میاشتې په ۲۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ یاد ولایت څمکنۍ ولسوالۍ ته سفر وکړ.
نظارتي پلاوي د یاد سفر په ترڅ کې د څمکنۍ ولسوالۍ له ولسوال سره ناسته وکړه او په ترڅ د یادې ولسوالۍ د بارګېنونو، معاملاتو لارښوونې دفترونو او د یو شمېر اتحادیو د موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې. نظارتي پلاوي له ناستې وروسته د یادې ولسوالۍد هټۍ والو اتحادیې له مسؤولينو سره وکتل او خبرې وکړي.
همداراز نظارتي پلاوي له یو شمېر د معاملاتو لارښوونې دفترونو او خيریه بنسټ څخه نظارت ترسره کړ او له هغوى څخه وغوښتل چې، د خپلو فعاليتونو راپور له عدليې رياست سره شريک کړي. 
د پکتيا ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې د خيريه بنسټونو، اتحادیو او معاملاتو لارښوونې دفترونو  فعالیتونو څخه په دوامداره توګه ارزوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS