د هرات ولایت د عدلیې رییس د دغه ولایت د زرګرانو د اتحاديې له استازو سره وکتل

waheed
Thu, Sep 22 2022 11:28 AM
..

د هرات ولایت د عدليې رییس الحاج مولوي یار محمد جانان خادمي د صفر المظفر میاشتې په ۲۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د زرګرانو د اتحاديې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په دغې کتنه کې، د هرات ولایت د زرګرانو د اتحاديې استازو د یادې اتحاديې ستونزې او ننګونې له عدليې رییس سره شریکې کړې.

هغوی له عدليې ریاست څخه وغوښتل چې د دغې اتحاديې د اساسنامي پر مطابق ټاکنې ترسره کړي او وړ کس دې د اتحاديې د رییس په توګه تعیین کړي.

..

د هرات ولایت د عدليې رییس د دغې اتحاديې د استازو د ستونزو او وړاندیزونو له اوریدو څخه وروسته هغوی ته لارښوونه وکړه چې د ټولو زرګرانو په موافقه لویه غونډه جوړه او د خپل رییس او مدیره هيئت دې وټاکي او د اتحاديې جواز چې قانوني موده يې پای ته رسیدلې هم نوی کړي.

هغه زیاته کړه که چېرې د لويې غونډې له لارې مطلوبه پایله ترلاسه نه شوه، خپل استازي دې د اتحاديې د ریاست له پاره کانديد کړي ترڅو د اتحاديې د اساسنامې او د هیواد د نورو نافذ شوو قوانینو پر مطابق د دغه ریاست د انسجام آمریت تر نظر لاندې تصمیم ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS