د مدافعو وکیلانو د اروزني د بهیر د پېل په باره کې د عدليې وزارت خبرتیا
په ټول هیواد کې ټولو مدافعو وکیلانو ته خبر ورکول کیږي د مدافعو وکیلانو ریاست د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۶ نېټه چې د چنګاښ د میاشتې له ۴ نیټې سره سمون خوري د شنبې په ورځ، د مدافعو وکیلانو ارزونه او د هغو د جوازلیکوونو نوي کول په عملي ډول پېلوي.
له همدې امله هغه مدافع وکیلان چې پخوا یې خپل غوښتنلیکونه د ارزونې په بهیر کې د ګډون لپاره د مدافعو وکیلانو ریاست اداري مدیریت ته سپارلي دي، له لاندې جدول سره سم د نوملړ د پرله پسې شمېرې پر بنسټ د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۳۰ بجو پورې د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت د ودانۍ مقر ته حاضر شي.
دغه راز د دوه یمې او درېیمې دورې ارزونه په ترتیب سره د ۱۴۴۳ کال د ذوالقعدې د میاشتې به ۲۹ او د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټو چې د سه شنبې او شنبې له ورځو سره سمون خوري تر سره کیږي. محترم وکیلان دې خبر وي.