عدليې وزارت د NRC سازمان په هوکړه لیک کې د دغه وزارت د لومړيتوبونو د ځای پرځای کولو غوښتونکی شو.

waheed
Wed, Jul 14 2021 6:11 PM
.

عدليې وزارت افغان مهاجرینو لپاره د ناروې (NRC)   له پلاوي سره په یوه پرلیکه ناسته کې له نوموړې سازمان سره په هوکړه لیکونو کې، د دغه وزارت د لومړيتوبونو د ځای پرځای کولو غوښتونکی شو.

دغه ناسته د سې شنبې ورځې د چنګاښ په ۲۲ مه د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې دکترې زکيې عادلي او د دې وزارت یو شمېر نورو مسوولانو او د افغانستان مهاجرینو لپاره د ناورې د پلاوي د دفتر د مسوولانو په ګډون، جوړه شوه.

د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې له دغه وزارت سره د افغان مهاجرینو لپاره د ناورې پلاوي له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د عدليې وزارت  لومړیتوبونو ته په کتو سره د همکارۍ د دوام غوښتونکی شو.

.

هغې وویل: « څه چې مونږ ته اهمیت لري، د عدليې وزارت له لومړیتوبونو او ستراتیژۍ سره سم د ریښتینولۍ، روڼتیا، رپوټ ورکونې او همکاریو دوام دی.»

مېرمن عادلي د دې بنسټ د پخواني رپوټ ارزونې ته په اشارې سره وویل چې هیله منه ده د دغه وزارت د کار ساحې ته په کتو سره همکارۍ صورت ومومي او له دغه وزارت سره د ژمنو شویو برنامو د تطبیق په لاره کې همغږۍ لا زیاتې شي.

هغې تصرېح کړه چې د حقوقي مساعدتونو د کمېسیون ، د ګرځنده حقوقي سلا ورکونې د مرکز او د حقوقي مساعدتونو د وجهي صندوق رامنځته کول د عدليې وزارت له عمده وو فعالیتونو څخه دي چې د حقوقي مساعدتونو د وړاندې کولو په لاره کې تر سره  شوې دي.
هغې د حقوقي پوهاوي ورکونې د مدرن کولو او د حقوقي مساعدتونو له وجهي صندوق سره د مرستې په لاره کې د مهاجرینو لپاره د ناروې د پلاوي د همکاریوغوښتونکې شوه.

.

همداراز دکترې زکيې عادلي وویل چې د جګړې د شرایطو او د کورنیو بی ځایه شویو د زیاتوالي په خاطر اړتیا احساسېږي چې دغې برخې ته لا زیاته پاملرنه وشي او فعالیتونه بیا تر کتنې لاندې ونیول شي.

په همدې حال د افغان مهاجرینو د دفتر رئیسې او سترې کارپوهې مېرمن ستریت او مېرمن ربیکا وویلې چې دغه سازمان د همغږۍ له پیاوړتیا سره هڅه کوي تر څو د حقوقي پوهاوي ورکونې او نورو مهمو برخو په لاره کې عدليې وزارت سره همکاري وکړي.

هغوی هیله څرګنده کړه چې دیړ ژر به د دواړو لورو ترمنځ په هوکړه لیکونو باندې توافق وشي او دغه هوکړه لیکونه لاسلیک شي.

خبرها

Tue, Jul 13 2021 1:15 PM
Background image

The Minister of Justice looked over the status of legal awareness

At the meeting, the Minister of Justice, “Qanonpoh” Fazel Ahmad Manavi, went through the status of legal awareness of citizens and pressed the need for change in this area.

The meeting. . .

Mon, Jul 12 2021 12:54 PM
Background image

10 people in numbers attained their citizenship of Afghanistan

In the past six month of the on-going year, 7 foreign citizens have applied for attaining Afghanistan’s citizenship and 10 attainment cases of foreign citizens have been finalized by. . .

Tue, Jul 06 2021 3:45 PM
Background image

Minister of Justice:  outreaching Information is a principle while national interests are far more important

The minister of Justice of Islamic Republic of Aghanistan, “qazawatpoh” Fazel Ahmad “Manavi”, participated and addressed the audience in a consultative meeting about improving the. . .

BACK TO NEWS