د عدليې وزارت د هېوادوالو د حقوقي پوهاوي د زیاتوالۍ په منظور له ۷ دولتي ادارو سره د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ

waheed
Tue, Jun 22 2021 1:01 PM
.

د عدليې وزارت هېوادوالو ته د حقوقي پوهاوي ورکونې بهیر د پیاوړتیا په منظور له ۷ دولتي ادارو سره د اطلاعاتو او فرهنګ، د لوړو زده کړو، د ښځو چارو، د پوهنې، د ارشاد، حج او اوقافو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو په ګډون د ملي راډیو ټلویزیون سره د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

په ټولنیزو شبکو کې د رسمي وېبپاڼې او د تقنیني سندونو د خپرولو لپاره د مبایل اپلیکیشن رامنځته کول، د ښوونځیو او د لوړو زده کړو موسسو په کتابتونو کې د عدليې وزارت د حقوقي پوهاوي د تبلیغاتي موادو د استفادې، د حقوقي مطالبو برابرول او د ادارو د خپرونو په واسطه د حقوقي پیغامونو خپرول، د دې هوکړه لیک له یوې برخې څخه دي.

همداراز د دې هوکړه لیک پر بنسټ، نوموړي ادارې ژمن دي تر څو په لوړو زده کړو پوهنتونو او موسسو، د ښوونځیو او نورو دولتي او خصوصي زده کړه ییزو مرکزونو، د ښځو د ملاتړيزو مرکزونو، جوماتونو، مدرسو او حسینیو د حقوقي پوهاوي ورکونې برنامې د جوړولو زمینې برابرې کړي.

په هوکړه لیک کې د شاملو خواوو ژمن شوی دی ترڅو د حقوقي پوهاوي کارکوونکو، استادانو او علماوو ترمنځ د همغږیو او د تجربو د تبادلې زمینې برابرې کړي او هم  ښوونیزو سیمینارو او برنامو په دې اړوند جوړ کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له حقوقي محتوا سره د لنډو بروشرونو په جوړولو کې هم د همکاریو ژمنه وکړه.

د دغه هوکړه لیک په پلي کولو کې، زده کړیالانو، د ښوونځيو زده کوونکو، ښځو او د ټولنې ټولو وګړو د هېواد په ګوټ ګوټ کې له حقوقي پوهاوي څخه مستفید کېږي او له خپلو قانوني وجیبو او مکلفیتونو څخه پوهاوی ترلاسه کوي.

له بلې خوا په هغو سیمو کې چې زده کړییزو مرکزونو او رسنیو ته د لاسرسي زمینې برابرې نه دي، خلکو د جوماتونو د منبرونو له لارې حقوقي پوهاوی ترلاسه کوي او په دې برخه کې به د جوماتونو خطیبان ګډون کوي.

عدليې وزارت د حقوقي پیغامونو د محتوا د برابرولو او جوړولو، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږیو، د ادارو له وړاندیز سره سم د حقوقي برنامو د جوړولو، د حقوقي پوهاوي ورکونې د کمپاینونو د جوړولو، او د دغې برنامې د تمویلولو، د دې هوکړه لیک د پلي کولو په منظور مسولیت پرغاړه لري.  

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS