د آلمان د همکاریو دفتر له عدليې وزارت سره د دغه دفتر د همکاریو د پیاوړتیا ژمنه وکړه

waheed
Tue, Nov 03 2020 1:55 PM
.

د عدليې وزارت سرپرست او نوماند وزیر قضاوتپوه فضل احمد معنوي د آلمان د همکاریو د دفتر (GIZ) د قانون له واکمنۍ سره د ملاتړ د برخې له مسؤل سره وکتل او له عدليې وزارت سره د دغه دفتر د همکاریو په کې باره خبرې وکړې.

د عدليې سرپرست په دې کتنه کې وویل چې د(GIZ) دفتر د قانون د واکمنۍ په برخه کې د عدليې وزارت ستونزې  درک کوي او دغه وزارت هم د دغو ستونزو د حل کولو په برخه کې د آلمان د همکاریو د دفتر همکارۍ ته ستره اړتیا لري.

.

د (GIZ) دفتر د قانون له واکنمۍ سره د ملاتړ د پروژې رئیس ښاغلي بیند میسراشمیت د عدليې وزارت له برخو سره د قانون له واکمنۍ څخه د ملاتړ د پروژې د همکاریو په باره کې خبرې وکړې. هغه زیاته کړه چې دغه دفتر چمتو دی چې د دغه وزارت د اړتیا پربنسټ له عدليې وزارت سره خپلې همکارۍ، پیاوړې کړي.

هغه د (GIZ) له دفتر سره د عدليې وزارت د اړتیاوو، لومړیتوبونو او برنامو د نوملړ د شریکولو غوښتنه وکړه، د دې دفتر له قانون سره د واکنمۍ د پروژې د راتلونکي کال په پلان کې ځای کړی شي.

د آلمان د همکاریو دفتر عدالت ته د هېوادوالو لاسرسي، د حقوقي عامه پوهاوي او د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې له عدليې وزارت سره همکار دی.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS