د 6 دولتي ادارو کارکوونکو لپاره  د تقنیني سندونو د تشریح برنامې دوه یم پړاو جوړ شو

waheed
Thu, Oct 22 2020 5:04 PM
.

د عدليې وزارت د ۶ وزارتونو او د دولتي ادارو د حقوقي برخو د کارکوونکو لپاره د تقنیني سندونو د تشریح زده کړه ییزې برنامې دوه یم پړاو جوړ کړ.

 دغه برنامه د روان کال د  تلې میاشتې په ۳۰ نېټه د چهار شنبې په ورځ  د عدليې وزارت د قانون جوړونې او علمي- حقوقي څېړنو دچارو د انستیتیوت له لوري جوړه شوه او په هغې کې د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د لوی ریاست، د ملکي خدمتونو او د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون، د اقتصاد ، د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ، د کرنې او مالدارۍ او د صنعتو او سوداګرۍ  وزارتونو په ګډون د وزارتونو او ادارو د حقوقي برخو  ۳۵ کارکوونکو برخه واخیسته.

.

په دې زده کړییزه برنامه کې د تقنیني سندونو د پړاوونو د تیرولو قانون  او د اداري اجرااآتو قانون د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي –حقوقي  چارو انستیتیوت د کارپوهانو له لوري تشریح شول.

 د تقنیني سندونو د لومړنۍ طرحې د تسوید او برابرولو بهیر او د دغو سندونو د متعددو تعدیلونو د مخنیوي لپاره د رعایتولو وړ د معیارونو په باره کې هم په دې برنامه کې خبرې وشوې.

ټاکل شوې ده د ټولو وزارتونو اودولتي ادارو د حقوقی چارو د کارکوونکو لپاره د دغو زده کړه ییزو برنامو جوړول دوام ومومي.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS