د عدليې وزارت د رهبرۍ شورای غونډه د ا.ا.ج، د عدليې وزیر ښاغلي ډاکتر عبدالبصیر انور په مشرۍ جوړه شوه
دغه غونډه د عدليې وزارت معینانو او د مرکزي ریاستونو د رئیسانو په ګډون، د چنګاښ د میاشتې په ۳۱ نېټه د عدليې وزیر په دفتر کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو، ټولنیزو بنسټونو او د معاملاتو د لارښوونو د سمون د ثبت او بررسۍ، د حقوقو، او مالي او اداري ریاستونو پورې اړوندو موضوګانو او د دغو چارو په پرمخ بیولو کې د ښې همغږۍ او سمون د رامنځته کولو په منظور د عدليې وزارت د کار په ساحه پورې د ځینو اړوندو موضوګانو په باره کې خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د عدليې وزارت د رهبرۍ شورای غونډه د هغو موضوګانو په باره کې چې ډله ييزو خبرو ته اړتیا لري په نوبتي او دوامدار ډول جوړيږي.