د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی څارنوالی د کارکوونکو سپرلي موټر باندې د برید په باره کې د عدليې وزارت د مشرتابه ډاډ ګېرنې پیغام

waheed
Wed, Jun 24 2020 11:57 AM

په ژورې خواشینې او خفګان سره خبر ترلاسه کړه چې د دوشنبه په سهار د کابل ښار د ده سبز په ساحه کې د لوی څارنوالی د کارکوونکو د سپرلی په موټر باندې د برید په پایله کې، د لوی څارنوالی پنځه کارکوونکو ووژل شو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت د لوی څارنوالی د کارکوونکو د سپرلی په موټر باندې برید په کلکه غندي او هغه د افغانستان د خلکو د سولې او ټیکاو د دښمنانو کار بولي.

هغوې په هېواد کې د عدلي خدمتونو د وړاندې کولو او د قانون د واکمنۍ د تحقق په منظور، د دندې د ترسره کولو بوخت دي خو په بده مرغه او په خواشینې سره د عدالت او د امنیت دښمنانو له لوري تروریستی برید پرې وشو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت د هېواد د عدلي او قضايې سکتور له غړو څخه د یوې غړې په توګه ځان د هېواد د دغو خدمتګارو شهیدانو په مصیبت او خفګان کې شریک بولي او د وزارت د مشرتابه او ټولو کارکوونکو د ډاډ ګېرنې او همدردۍ مراتب د لوی څارنوالی محترم مشرتابه او د دغو ګران قدرو شهیدانو درنو کورنیو ته څرګندوي.

د لوی خدای جل جلاله له دربار څخه شهیدانو ته د لوړو درجو، پاتې کسانو ته د صبر او زغم او په عدلي او قضايې سکتور کې همکارانو ته او خلکوته د خدمت د بریالیتوب هیله کوو

Latest news

Sat, Jun 13 2020 8:23 PM
Background image

A farewell ceremony was held with officials and employees of the Department of Correctional Center

 Farewell ceremony with officials and employees of the Department of Rehabilitation and Education of Children Centers in the presence of Seyed Mohammad Hashmi deputy minister of. . .

Wed, May 13 2020 3:07 PM
Background image

Cabinet passed the legislative report and legislative plan of the years (2019-2020) of the Ministry of Justice

The Cabinet of the Government of the Islamic Republic of Afghanistan has approved the full report on the legislative implementation of the Ministry of Justice in 2019, which includes. . .

Fri, May 01 2020 2:11 PM
Background image

Press Release

The Legal Advisory Call Center of the Ministry of Justice (188), responds to the citizens calls.

The Legal Advisory Call Center of the Ministry of Justice (188), operates during the. . .

BACK TO NEWS