په ننګرهار ولایت کې د موټرپلورونکو اتحادیه او د موټرو ۱۳ پلورنځي وتړل شول
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیع الاول د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز کې یو شمېر موټرو پلورنځيو او اتحادیې څخه نظارت ترسره کړ.
د نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د موټرو ۱۳ پلورنځي او د موټرپلورونکو اتحادیه د غير قانوني فعالیت له امله وتړل.
د ننګرهار ولایت، عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي