د مدافع وکیلانو د مالیاتي وجایبو د تصفيې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

hakeem_admin
.

د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۳ هـ.ق کال د (۱۸) ګڼې مصوبې د (۱-۲) بند پر اساس، د مالي موضوعاتو او اړوندو چارو تنظیم د مالي کال پیل د هجري لمریز کال د وري میاشت له لومړۍ نېټې څخه تصویب شوی دی.

له دې کبله چې د ۱۴۰۱ مالي کال پای ته رسیدلی دی، ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کیږي چې د خپلو دارالوکالو د مالیاتي وجایبو د تصفيې په غرض، د ۱۴۰۲ هـ.ل کال د وري میاشت له لومړۍ نېټې څخه د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست ته مراجعه وکړي.

محترم وکیلان د مالیاتي وجایبو د راپور په غرض د مدافع وکیلانو ریاست ته د مراجعې پر وخت لاندې سندونه وړاندې کړي.

  1. د مدافع وکیلانو تر سرلیک لاندې د غوښتنلیک پاڼه
  2. د دفاع وکالت د مقاوله نامې کتاب
  3. د مقاولاتو او عوایدو د ثبت کتاب
  4. د اړوندې دارالوکالې د متصدي په واسطه د فعالیتونو، لاسلیک او د مهر له درج څخه وروسته له مالیاتي بیلانس پاڼې سره د ترسره شویو قرار دادونو څخه د یو نقل وړاندې کول.