ددولت دقضایاوو دلوی ریاست لڼده پېژندنه - دعدلیی وزارت - دافغانستان اسلامی جمهوریت

ددولت دقضایاوو دلوی ریاست لڼده پېژندنه

تاریخچه:

له ۱۳۴۳ کال څخه وړاندې به د دولتي ادارو، مختلطو مؤسسو، اودولتي تصدیو دمنقول اوغیر منقول مسائلو په اړوندو قضایاووکې ددعوي اقامه پخپله دهمغوادارو،مؤسسو او تصدیو له خوا صورت موندلو. په  ۱۳۴۳ هجري لمریزکال کې دهمغه وخت دحکومت په تصمیم سره ددولت دمدني اوملکیتي دعواګانوپه اقامه کې دواحد تشکیل درامنځته کولو په منظور دعدلیې وزارت دتشکیل به چوکاټ کې ددولت دقضایاوو په نامه یوریاست تشکیل شو اوپه همدې منظور هم ددولت دقضایاوو قانون چې دنوموړي ریاست کاري کړنلارې لره هم شامل دی په اتو فصلونو او اته دېرشو مادوکې تدوین اونافذشو.

ددولت دقضایاوو لوی ریاست دعدلیې وزارت له  مهمو ریاستونو څخه  یو ریاست دی چې په محکموکې ددولت د منقولو او غیر منقولو شتمنیو پورې د اړوندو دعواګانو د پرمخ بیولو او ددولت دقانوني ګټو څخه ددفاع په منظور دعدلیې وزارت په تشکیل کې رامنځته شوې اود هېواد په (۳۴) ولایتونوکې دایمي واحدونه لري.

د دولت د قضایاوو لوی ریاست دعدلیې وزارت له ټولو ریاستونو او په خاص ډول د کابل ولایت دمرکز دحقوقو له ریاست او د تقنین له لوی ریاست سره لنډ او نژدې کاري او مسلکي اړیکې لري ددولت داملاکو دغصب په اړه ددولتي بنسټونو سره د دولتي ادارو او وګړو دشکایت په صورت کې ددولت دقضایاوو لوی ریاست داړتیاپه صورت کې د نوموړو بنسټونو څخه لازم اسناد اومدارک غواړي ترڅو پرهغو اسنادو د تمسک سره وکولای شي په محکموکې ددولت له منافعو څخه قانوني دفاع وکړي ددولت دقضایاوو لوی ریاست خپل ډېری کاري اړیکې په ولایتونوکې دښاروالیو له بنسټونو، دافغانستان داراضی له ادارې، کرنې وزارت، کابل ولایت، دکدستر او سروې لوی ریاست او د نورو خپلواکو ریاستونو او وزارتخانوسره ددولت دقضایاوو دقانون د۷،۶ او۹ مادو سربېره دغه اداره ددولت دقضایاوو د۱۶ مادې له حکم سره سم په مشخص ډول ددولت له ګټو او دولتي املاکوڅخه دقانوني دفاع مکلفیت لري.

ددولت دقضایاوو دلوی ریاست عمده موخې:

۱. دعامه شتمنیو ساتنه او ورڅخه حمایت.

  • د دولت په استازیتوب د محاکمو پر وړاندې  د دعوي د اقامې او دفع او د هغې د قضایي تعقیب پورې د اړوندو چارو تنظیمول.
  • ددولت د درې ګونو قواوو، د مستقلو کمېسیونونو، تصدیو، دولتي او مختلطو شرکتونو او ښاروالیو پورې د اړوندو ادارو ترمنځ  دحقوقي منازعاتو(شخړو) دحل او فصل پورې د اړوندو چارو تیظیمول.
  • ددولت له منقول اوغیر منقولو مالونو څخه دفاع.
  • ددولت اومختلطو مؤسسو له قانوني ګټو او مالي حقوقو څخه دفاع.
  • له یوه اړخه ددولت او مختلطومؤسسو او له بله اړخه دخصوصي مؤسسو او اتباعو (وګړو) ترمنځ د مالي دعواګانو مقدماتي بررسي.
  • د دولتي اومختلطو مؤسسو ترمنځ له قراردادونو او مالي شخړو څخه په راپیداشوو منازعو کې دواجب الاجرا قرار بررسي او نیول.

د دولت دقضایاوو د لوی ریاست کاري استقامت

  • د عامه حقوقو د دفاع  په اړه دهېواد دنافده قوانینو تطبیق.
  • ددولتي غصب شوي ملکیتونو د استرداد په منظور داغیزمنو تدبیرونو نیول.
  • دسیمینارونو په جوړولو سره د مرکز او ولایتونو په کچه ددولت دقضایاوو دلوی ریاست دمسلکي غړو دپوهې دلوړولو په منظور دتدبیرونو نیول.
  • د رسنیو او د (عدالت) حقوقي مجلې دخپرونو له لارې په ټولنه کې دهغو عامه حقوقو په هکله دتقنیني اسنادو تشریح او تبلیغ چې، دملت عامه او عمومي ګټې په کې مضمرې وي.
  • ددولتي منقول اوغیر منقولو املاکو په اړه ددولت دعالي مقام دفرمانونو تطبیق.
  • په ولایتونوکې د دولت د قضایاوو آمریتونوته د قانوني مشورو اولارښوونو وړاندې کول.
  • ددعوي لوري دولتي ادارو او مؤسسو ترمنځ د مصالحې او شخړو د حل د واجب الاجراء قرار، او ددولت د قضایاوو د قانون سره سم د حقیقي اشخاصو له لوري د اسنادو د نه وړاندې کولو په صورت کې د دولت د ملکیت داسترداد د قرار صادرول.
  • د دعوي د صورت ترتیب، د مدعي د دعوي دفع او دهېواد دنافذه قوانینواو فرامینو سره سم دمحاکمو پرهغو فیصلو باندې اعتراض چې ددولت په ضرر صادر شوی وي.
  • د سترې محکمې دمقام له لوري پرصادر شوو قرارونو د اعتراض ترتیب او د بیاکتنې غوښتنه.
  • د قانوني اسنادو د تدوین د طرح وړاندیز او د دولت د قضایاوو د قانون تعدیل.
  • د دولتي ادارو او مؤسسو ترمنځه ددعوي حل اوفصل.
  • د دولت قضایاوو پورې د اړوندو ادارو د مسلکي تکامل، رشد اوګټې اخیستنې لپاره دعامه حقوقو پورې داړوندو نورو هېوادونو د قوانینو مطالعه.
  • پرعامه شتمنیو دتعرض ددفع په اړه دتصمیم نیول او د قانون په چوکاټ کې یې  اړوندې ادارې ته استرداد.
  • په هغو مواردو کې چې دحقیقي یاحکمي اشخاصو له لوري عامه شتمني غصب او یاپرې یرغل شوی وي پرهغوی ددعوي اقامه.
  • دعامه شتمنيو د تشخیص او تثبیت په اړه ددولتي ادارو یادخبیر اومسلکي اشخاصو دهمکاریو جلبول.
  • اړوندو مراجعوته د عدلي تعقیب په خاطر دعامه شتمنيو دغاصبینو اومتعرضینو معرفی کول.
  • دهغوی دملکیت داثبات په غرض له دولتي ادارو څخه داړتیاوړ اسنادو، دلایلو، مدارکو او شواهدو غوښتل.
  • دفني، تخنیکي، تولیدي، محاسبوي اونورو معایناتوغوښتل اوپدې اړه داهل خبروو دنظرغوښتل.
  • دهغو اشخاصو احضارول چې دقضیې په هکله معلومات، مدارک او اسناد په لاس کې ولري.
  • خپلو اړوندو حقوقي شخړوته د رسيدګي په غرض ددولتي ادارو دمسؤلینو رابلل.
  • ددولتي ادارو ترمنځ په هرو درېوو میاشتوکې دهمغږۍ دناستو جوړول.

 

د دولت دقضایاوو دلوی ریاست دورځنیزو اجراآتو اوله پړاوونو څخه دتېرولو لارښود.

دمکاتیبو او دوسیو رسېدل:

د دولت د قضایاوو د لوی ریاست اداري مدیریت ددولت دقضایاوو دلوی ریاست له مهمو اوعمده برخو څخه یوه برخه ده چې درارسېدلو او لېږل شوو ټولو اسنادو او دوسیو دثبت او انسجام دنده پرغاړه لري او د لوی رئیس له  ملاحظې څخه وروسته ددې برخې له لارې مسلکي غړو او اړوندو مراجعوته لېږل اوسپارل کېږي.

د اجرا ډول:

  • په اړوند دیتابیس او دفتر اندراج کې د رارسېدلو دوسیو او اسنادو(فرمانونو، مصوبو، مکاتیبو، وړاندیزونو، عرایضو.......) ثبت او د هدایت اخیستلو لپاره یې د قضایای دولت  د ریاست لوی رئیس ته وړاندې کول او د دوه ورځو په ترڅ کې یې دبررسي او اجراآتو په خاطر د اداري مدیریت په واسطه مسلکي غړوته تسلیمول.
  • د دوو ورځو په ترڅ کې د اداري مدیریت له خوا د قضایای دولت دلوی ریاست د رئیس له ملاحظې اومطالعې وروستهدمرکزي او ولایتي برخو درې ګونو کمېټوته ددوسیو او اسنادو ارجاع.
  • په مرکز او ولایتونو کې ددولت دقضایاوو د ریاست پورې داړوندو برخو څخه د اسنادو دځواب ترلاسه کول او د اداري مدیریت له خوا یې د وزارت د مقام یاقضایای دولت دلوی ریاست له ملاحظې څخه وروسته یې اړوندو مراجعوته لېږل.
  • دمسلکي غړو له اجراآتو څخه وروسته ددوسیو اخیستل او د دوو ورځو په ترڅ کې یې د اداري مدیریت په واسطه اړوندو مراجعو( محاکمو او اړوندو ادارو) ته لېږل.
  • دټولو رارسېدلو اسنادو، د ربعوار، میاشتني اوکلني رپوټ په تیارولو او د ادارو د اړتیاوو د وړاندیز دبرابرولوسره د ریاست دمقام دهدایت اخیستل.

 

له عامه حقوقو څخه حمایت او دفاع

د دولت دقضایاوو لوی ریاست په خپله برخه کې ددرېوو کمېټو لرونکې ده چې عبارت دي له:

(۱) مدني کمېټه: ددولت له درېګونو قواوو اومختلطو مؤسسو له ملکیتونو اوګټوڅخه دفاع، دمدني معاملاتو په اړه د رارسېدلو مکاتیبو اوعرایضو بررسي او د تجارتي محکمو پروړاندې ددولت له حقوقو څخه دفاع.

(۲) تجارتي کمېټه: د حقیقي او حکمي اشخاصو ترمنځ له قرار دادونو څخه د راپیداشوو شخړو او مالي شخړو بررسي، د تجارتي معاملاتو په اړه د رارسېدلو مکاتیبو او عرایضو بررسي، د مدیونینو، بانکونو، شرکتونو، سازمانونو، حقیقي اشخاصو، دولتي ادارو اونورو پروړاندې د درې ګونو تجارتي محکمو ددیوان پروړاندې ددولت له ګټوڅخه دفاع.

(۳) مالي او اداري کمېټه: دکار کوونکو«مستخدمینو» متقاعدینوله قرار دادونو څخه د راپیداشوو اداري شخړو بررسي، دداو طلبانو او ادارو، شرکتونو اودولتي مختلطو مؤسسو ترمنځ دراپیداشوو ستونزو بررسي او دمحاکموپروړاندې داداراتو له حقوقوڅخه دفاع.

داجراء ډول:

۱. له عامه حقوقو څخه ددفاع لپاره دتجارتي او املاکي کمېټو دغړو په عنوان د لوی رئیس د لارښوونو له صادرېدو وروسته ددوسیو او سندونو ثبت ته ادامه ورکول.

۲. دلوی رئیس له مطالعې او ملاحظې وروسته اړوندو کمېټوته له عامه حقوقو څخه ددفاع په خاطر داسنادو او دوسیو بېرته راګرځول دغه اسناد او دوسیې دکمېټې غړوته داداري مدیریت له خوا سپارل کېږي کمېټه مؤظفه ده  چې لاندې اجراآت ترسره کړي.

(۱) درې ګوني کمېټې مکلفې دي چې په دوسیه کې راټولې شوې پاڼې، صورت دعوي او اعتراض دق ا م م د۲۴ مادې سره سم په دقیق ډول دمطالعې او بررسي لاندې ونیسي او د عملي شوي تدقیق او بررسي، د اړوندو اسنادو د راټولولو او دهغو دقانوني والي په هکله دمؤظف څارنوال داجراآتو په اړه د ډاډ له ترلاسه کولو وروسته به خپل نظر ووایي اولاسلیک به یې کړي. که چېرې ددوسیې له مطالعې اوبررسی وروسته ثابته شي چې لاسته راغلي معلومات کافی ندي دمعلوماتو دبشپړولو لپاره مؤظف څارنوال دمعلوماتو دراټولولو په اړه قانوني مکلفیت لري چې دبررسي له بشپړتیا او د مؤظف څارنوال له خوا دمعلوماتو له بشپړېدو څخه د ډاډ د ترلاسه کولو وروسته د وقت له ضیاع پرته او د کمېټې د نظر له اخیستلو او د لوی رئیس له لاسلیک وروسته د نورو اجراآتو په غرض اړوندو مراجعوته (درې ګونو محاکمو او ادارو) ته یې ولېږي.

(۲) د تجارتي، مدني او مالي او اداري کمېټې له خوا د اسنادو او دوسیو لاسته راوړل.

(۳) دمدني محاکماتو داصولو دقانون  له ( ۱۷۶،۱۷۷،،۱۸۴،۱۸۵،۱۸۶) مادو سره سم  د مدني، تجارتي، مالي او اداري کمېټو د مسلکي غړو په واسطه د رسمي مکاتیبو یا استعلام په واسطه  له عارض، دولتي ادارو، اهل خبروو، مساح کدستر، ښاروالي انجنیر، محاسب او...........څخه د معلوماتو له لاسته راوړلو وروسته دوسیو او عرایضوته رسیدګي.

(۴) دمحاکماتي پړاوونو له بشپړېدو څخه وروسته دپنځلسو ورځو په ترڅ کې ددولت مقابل لوري ته په رسمي ډول دقضیې دجریان د پایلې په اړه دمعلوماتو وړاندې کول.

(۵) دمدني محاکماتي اصولو دقانون د(۱۲۵) مادې سره سم دمؤظف مسلکي غړي په واسطه پرراټولو شوو اسنادو او دلیلونود دواړو خواوودنه قناعت په صورت کې واکمنې محکمې ته ددوسیې احاله.

(۶) د دولت دمقابل لوري یامدعي بها له لوري دملکیت پردولتي والي داقرار یا په قانوني ټاکل شوې موده کې دملکیت د مثبته اسنادو دنه وړاندې کولو په صورتونوکې ددولتي ملکیت څخه دساتنې په موخه اړوند دولتي ادارې ته ددوسیې احاله کول.

(۷)دمدعي او مدعي علیه په توګه په دوسیه کې دننه داسنادو له لیدلو وروسته ددعوي، دفع دعوي، اعتراض او دفع اعتراض ترتیبول او د لازیات تدقیق په خاطریې مؤظف کمېټې ته وړاندې کول  او ددولت دقضایاوو دلوی رئیس له لاسلیک وروسته یې محکمې ته احاله کول.

(۸) دیاد شوي موضوع ترپای ته رسېدوپورې دمحکمې په قضایي ناستوکې دمؤظف مسلکي غړي شریکېدل.

(۹) دمؤظف مسلکي غړي په واسطه دمدني محاکمو د قانون د (۴۸۲،۴۸۰)مادو له اصولو سره سم دنوو اسنادو اودلایلو په لیدلو د سترې محکمې د عالي شوري په عنوان د اعتراضیې یابیاکتنې ترتیبول.

(۱۰) په هغه صورت کې چې حکم ددولت په ضرر صادر شوی وي، د محاکمو دنهایي حکم له صادرېدو وروسته او د ۴۸۲،۴۸۰ مادو له حکمونو سره سم دحکم دتطبیق لپاره دمحاکمو پرحکم دبیاکتنې په خاطرمؤظف مسلکي غړی له اړوندو دولتي ادارو څخه اضافي دلایل غواړي.

(۱۱) د لسو ورځو په ترڅ کې اړوند مرجع ته دتطبیق لپاره د محاکمو د وروستني اوقطعي حکم لېږل.

(۱۲) د موضوع د توضیح او تشریح او ددولت له حقوقو څخه د دفاع په خاطر د سترې محکمې د عالي شوري په ناستوکې د مؤظف مسلکي غړي ګډون.

ددولتي ادارو ترمنځ دعوي

  • ددولت دقضایاوو د قانون په ۸ ماده کې په درج  شوي  ټاکلي موده کې د مؤظف مسلکي غړي په واسطه له دولتي مراجعو څخه د اسنادو  او دلایلو لاسته راوړل.
  • د دولت د قضایاوو د قانون د ۲۰  مادې د ۵ فقرې له حکم سره سم د موضوع د لا روښانتیا په خاطر د مؤظف مسلکي غړي په واسطهد ادارو د باصلاحیته استازو او فني کارکوونکو رابلل.
  •  د عدلیې وزارت د دولت دقضایاوو په لوی ریاست کې دموضوع په اړه دناستې ترسره کول او د دولت د قضایاوو د قانون د ۱۸ مادې د ۲ فقرې له حکم سره سم دمصالحې په غونډوکې دګډون لپاره د ادارو داستازو رابلل.
  • په قضیه کې د شاملو دولتي لورو له خوا د موضوع د روښانه کولو او دلایلو له وړاندې کولو وروسته د مؤظف مسلکي غړي په واسطه مصالحې ته د دواړو لورو  رابلل  او ددواړو لورو په مصالحې مبني دقرار صادرولیا له لوریو څخه د یو دنه حاضرېدو په صورت کې د شخړې دحل د قرار صادرول.
  • په اړوند موضوع پورې  صادر شوي قرار د مؤظف مسلکي غړي په واسطه د تعمیل وړ دی اوپه هغه صورت کې چې ادارې مصالحې ته حاضرې نشي( که چېرې دمسلکي غړي صادر شوی قرار، د دولت د قضایاوو د لوی رئیس له خوا تائید شي، له قانون سره سم یواځې دعدلیې وزیر او د جمهوري ریاست مقام یې دنقض صلاحیت لري).

په ګډو کمېټو او خاصو کمېسیونونوکې ګډون:

    د جمهوري ریاست د مقام دحکم له صادرېدو او د عدلیې وزارت د مقام له لارښوونوڅخه وروستهپه مجلسونوکې درئیس یا د هیئت دغړي په توګه د دولت د قضایاوو د لوی ریاست د رئیس یا د دولت دقضایاوو دلوی ریاست د دوه ګونو کمېټو دمسلکي غړو څخه دعدلیې وزارت د استازي په توګه دیوه ګډون کول او دنظر ښکاره کول.

د دولتي املاکو او اموالو په هکله د معلومات لاسته رواړل:

  • د دولت دقضایاوو دلوی رئیس له لاسلیک وروسته د قضایای دولت له استازي سره دهمکاری په موخه دولتي ادارو ته دخپلو مسلکي غړو د معرفي لپاره د لیک صادرول.
  • ددولت د له لاسه وتلي جایدادونو اوحقوقو د اعادې په خاطر او دمعلوماتو، اسنادو او قوي دلایلو د لاسته راوړلو لپاره د دولتي ادارو سره د اړوندو کمېټود مسلکي غړو د مخامخ اړیکو تأمینول.
  • دمؤظف مسلکي غړي په واسطه په محکمه کې دعوي اودفع دعوي ته د ځواکمنتیا ورکولو لپاره د اثباتیه اسنادو او پاڼو لاسته راوړل او د اسنادو دنه شتون په صورت کې ادارو ته رسماً مراجعه او د اسنادو غوښتنه کېږي.