د اداري او مالي مرستیال - ژوندلیک - دعدلیی وزارت - دافغانستان اسلامی جمهوریت

د اداري او مالي مرستیال - ژوندلیک

 د عدلیې وزارت د اداري معین محمد (هاشمي) لنډ سوانح

مشخصات:

نوم اوتخلص:سیدمحمد «هاشمي»

دپلارنوم: سیدحبیب الله

دزېږېدونېټه :۱۳۴۰ هـ ش

دزېږېدوځای : بامیان ولایت دیکاولنګ ولسوالۍ دزارین کلی

تحصیلات:

- دکابل له واحد آزاد اسلامي پوهنتون څخه په ټولنپېږندنه کې ماسټري (دپای لیک په بشپړولو بوخت).

- په  (۱۳۸۹) کال دکابل پوهنتون دفلسفې اوټولنپېږندنې له پوهنځي څخه لېسانس.

- په  (۱۳۵۷) کال کې له حربي ښوونځي لېسې څخه په عالي درجه فارغ التحصیل .

دندې:

- له ۱۳۹۰ کال څخه تراوسه دعدلیې وزارت اداري مرستیال.

- (دآزادې سیالۍ له لارې) له (۱۳۸۵څخه تر۱۳۹۰ کاله پورې دعدلیې وزارت مالي اواداري رئیس.

- له ۱۳۸۴ څخه تر۱۳۸۵ کاله پورې دعدلیې وزارت عمومي مالي اواداري رئیس.

- له ۱۳۸۲ څخه تر۱۳۸۴ کاله پورې دټولنیزوسازمانونو اوسیاسي ګوندونو دبررسۍ اوثبت دانسجام رئیس.

- له ۱۳۸۱ څخه تر۱۳۸۲ کاله پورې دتحریراتولوی مدیر اودسیاسي ګوندونو اوټولنیزو سازمانونو دبررسۍ اوثبت دانسجام دریاست مرستیال.

مکافات:

هغوی دخپلودندو دترسره کولوپه دوران کې دلومړۍ درجې دیوه تقدیرلیک اوددوه یمې درجې ددریو تقدیرلیکونو په اخیستلوبریالي شوي دي.

کاري سفرونه:

هغوی دخپلودندو دترسره کولو په دوران کې دکاري ظرفیت دلوړولوله پاره جنوبي کوریا، آذربایجان، فنلند، هالند، آلمان، سنګاپور، عربي متحده اماراتو اودترکیې په څېرهېوادونوته رسمي سفرونه کړي دي.

محترم سیدمحمدهاشمي دسیدحبیب الله زوی په کال ۱۳۴۰ هـ ش کې دبامیانو ولایت دیکاولنګ ولسوالۍ دزارین په کلي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.

هغهْ ابتدائیه دوره دخپل کلي په ښوونځي کې پای ته ورسولو اوداچې دخپل ټولګي اول نمره و، دولایت په مرکز کې عسکري لېسې( حربي ښوونځي) ته دداخلېد دامتحان چانس لاسته راوړ چې په پایله کې په ۱۳۵۲ کال دحربي ښوونځي په لېسه کې شامل اوپه کال ۱۳۵۷ کې له نوموړي مکتب څخه په عالي درجه فارغ شو.

محترم هاشمي په ۱۳۵۸ کال کې دکابل پوهنتون دساینس (فزیک اوریاضي) په پوهنځي کې شامل شو اود۱۳۵۹ کال په لومړیوکې دهغه وخت دحاکم وضعیت په نسبت یې خپل تحصیل پرېښود اودمجاهدینو له لیکو سره یوځای شو.

دمؤقتې ادارې په تشکیل او دنوې سیاسي فضاپه راتګ سره ، محترم هاشمي په ۱۳۸۱ کال کې دملکي خدماتو دکارکوونکي په توګه دعدلیې په وزارت کې استخدام اوپه لنډوخت کې دمدیر، اودټولنیزو سازمانونو اوسیاسي ګوندونو معاونیت اوریاست ته یې ارتقاوکړه.

په  ۱۳۸۴کال کې نوموړی دعدلیې وزارت دمالي او اداري چارو دلوی رئیس په توګه تبدیل شو اوپه ۱۳۸۵ کال لدې وجهې چې دعدلیې وزارت ټول بستونه په ریفورم کې راغلي و، هغوی دآزادې سیالۍ له لارې دمالي اواداري ریاست په بست کې مقرر شول اوتر۱۳۹۰ کال پورې یې دامسئولیت پرغاړه درلود اود۱۳۹۰ کال دلړم دمیاشتې په وروستیوکې  دوی دعدلیې وزارت داداري اومالي مرستیال په صفت مقرر اوتراوسه په دې بست کې دنده ترسره کوي.

دماموریت په جریان کې، هغوی خپلې لوړې زد کړې دکابل پوهنتون دټولنپېږندنې په رشته کې  بشپړې کړې او دماسټرۍ د دورې درسونه یې دټولنپېږندنې په رشته کې په ۱۳۹۲ کال کې  پای ته ورسول او  له خپل پای لیک څخه یی په ۱۳۹۵/۴/۳دفاع کړی ده.