د خپرونو او عامه اړیکو ریاست - دعدلیی وزارت - دافغانستان اسلامی جمهوریت

د خپرونو او عامه اړیکو ریاست

وړاندیز:
بې له شکه د قانون خپرول د دولتي او غیر دولتي نهادونو او عامه خلکو د باخبري دهغه له احکامو څخه، اساسي نقش او مؤثر په ژور فهم او درک پوره او بهتر تطبیق د هغه لري، سره لدې چې زمونږ هېواد د قانونګذارۍ په عرصه کې، اوږ ده سابقه لري او په وروستیو کلونو کې د سترګولید بریالیتوبونه یی هم لاس ته راوړي دي.
د عدلیې وزارت خپل رسالت ګڼي د خپلونورو فعالتونو په عرصه کې د نافذه قوانینو په تنظیم چاپ او د هغو په خپرولو کې له هېڅ کوشش څخه دریغ نه دی کړی او هر لازم اقدام او مقتضي سرته رسولي دي ترڅو چې د دې هېواد اتباع د هېواد دنافذه قوانینو له احکامو څخه باخبر وي.
بناءْ د عدلیې وزارت د عامه اړوند او خپرونو ریاست د ۱۴۲۰ هجری قمری کال د (۷۸۷) پر له پسې شمېرې په رسمي جریده کې خپور شوی د تقنینی سندونواو انفاذ خپرولو او ډول د قانون د پنځمې مادې د حکم پربنسټ خپله وظیفه ګڼي ترڅو تقنیني سندونه چې د پارلمان له تصویب نه تېرشوي او د جمهور رئیس په توشېح (ښکللو) رسیدلي وي د هېواد د اتباعو د باخبرۍ لپاره په رسمي جریده کې خپاره کړي. په هېواد کې قوانین د ښاغلو مخاطبینو د زیاد معلومات لپاره دادی د رسمي جریدې په لنډه پېژندنه شروع کوو:
    
رسمي جریده د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت یواځینۍ رسمي خپرونه ده چې لاندې تقنیني سندونه په هغه کې د پنځمې مادې د حکم سره برابر خپرېږی:
د دولت اعلامیې، مصوبې، قوانین، مقررې، اساسنامې، د وزیرانو شوري مصوبې چې تقنینی ماهیت ولري، قراردادونه، موافقتنامې، مقاولې، میثاقونه، کنوانسینونه، د سترې محکمې مصوبې او نورې موضوعګانې چې د قانون په موجب د خپرولو ایجاب وکړي او همدارنګه د محکمو سوداګریزې علامې او د اسنادونو د ثبت علامې په هېواد کې د رسمي او غیر رسمي ټولو ادارو د باخبرۍ په منظور.
2.
ماهنامه او د عدالت مجله د عدلیې وزارت خپرنیز ارګان:
تخصصي مجله ده، حقوقي، علمي مطلبونه د پوهې د خاوندانو او نورو علاقه لرونکو د لاس رسي او مطالعې لپاره اکادمیکې عرصې خپروي.
3.
حقوقي اګاهي میاشتنۍ خپرونه:
د حقوقي اګاهي اخبار او غیره کتابونه چاپ او خپرول د عدلیې وزارت د پالیسیو په نظر کې نیولو سره د عامو خلکو د ذهنونو د روښانولو لپاره.
۴. د ټولو تقنیني سندونو ویشل چې په رسمي جریده کې خپرېږي او همدارنګه نورې خپرونې ټولو وزارتونو، دولتي او غیردولتي ادارو ته په مرکز او ولایاتو کې د ولسوالیو تر سطح پورې.
۵. په ولایتونو کې د حقوقي کتابتونونو جوړول د رسمي جریدې او عدالت مجلې او نورو خپرونو د خرڅلاو د غرفوله جوړولو سره چې د امتیاز خاوند یی د عدلیې وزارت وي.
۶. اداري خدمتونه، د دندو اجراء کول چې د وزارت له پالیسۍ سره برابروي.
۷. په ورځ پاڼو کې ګډون، د نورو ادارو او نړۍ والو مؤسسو خبري بولتن د ملي او نړۍ والو مسایلو د خبرېدو او اګاهي لپاره.


د عدلیې وزارت د عامه اړوندو او خپرونو د ریاست د دندو لایحه:
 د خپرنیزو اموراتو اداره، رهبري او تنظیمول د عدلیې وزارت د پالیسیو او بنسټیزو موخو له مطابقت سره.
د خپرونو د ریاست اوږد مهالو کاری پلانونو ترتیبول د وزارت له بنسټیزو موخو او استراتیژي له مطابقت سره.
د خپرونو د ریاست اداره او رهبري د وړاندیزونو د طرح له لیارې، دمشورو وړاندې کول لازمې لارښودنې او د کار تقسیم د ادارې د بنسټیزو موخو او اړتیا په مطابقت.
د کارمندانو سره مرستې او لارښودنې د اوږدمهالې او لنډمهالې کاری پلانونو په طرح او ترتیب کې.
د قوانینو د چاپ له پروسې او د کاري پلانونو له تطبیق څخه نظارت د کارمندانو د فعالیتونو څرنګوالی او دهغوی له مشکلاتو او کاری موانعو څخه خبرېدل.
د رسنیو او خپرنیزو ارګانونو سره د اړوندو همآهنګیو او اړیکو ټینګول، د کارونو د پرمختګ او د هغوی د تجروبو د لاس ته راوړلو د خبرېدو به منظور.
کارمندانو ته د نوو تجربو دلېږ دولو لپاره، د کاري غونډو دایرول.
د وزارت په رهبري غونډوکې ګډون د کاري مشکلاتو د انعکاس او د وزارت د مقام د تصویبونو او لارښوونو په منظور.
د اړوندو مدیریتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه رپوټ اخیستل، توحید او یو ځای کول د وزارت مقام ته یی وړاندې کول.