د دولت د قضایاو د عمومی ریاست لنډه پیژندنه! - دعدلیی وزارت - دافغانستان اسلامی جمهوریت

د دولت د قضایاو د عمومی ریاست لنډه پیژندنه!

د دولت د قضاياو رياست د عدليي وزارت  يو له هغو رياستونوڅخه ده چي په محاکموکي د  دولت مالي او عقاري(ځمکني) دعواوي د پرمختګ په موخه او د دولت د مالونو او ملکيتونو د ملاتړ لپاره مينځ ته را غلي ده.

د دولت د قضاياو رياست مهمي دندي عبارت دي له:

  • د دولت د منقول او غير منقول ملکيت څخه ملاتړ
  • د دولت او دمختلطو موسسو د مالي حقوقو او قانوني منافعو څخه دفاع کول
  • د دولتي موسسات او مختلطو موسسو تر مينځ له يو خوا ، او له بلي خوا د خصوصي موسساتو او وګړو د مالي شخړو مقدماتي څيړنه.
  • د مالي شخړو او د تړونو شخړو چي د دولتي او مختلط موسساتو تر منځ پيدا کيږي، هغوي څيړل او مناسب تصميمونه نيول.
  • د شخړو دوي خواوي تر مينځ دسولي په موخه  لازم تدبيرونه نيول او د هغوي د سولي د منلو قبلول.
  • د دعواوي اقامه  او د دولت په نمايندګي د دعوا ملاتړ.
  • د مدافع وکيلانو ، عريضه ليکونکو ،  او معلوماتولارښووني لپاره د جواز صادرول.

د مدافع وکيلانو، د معاملاتولارښووني اود عريضي ليکونکي مديريتونه چه په دغه رياست په چوکاټ کي فعاليت کوي د قانوني مراحلو په پام کي نيولو سره د لاندنيو شراېطو سره بايد جواز صادر کړي:

هغه کسان چي د وکالت جواز غوښتنه کوي، بايد چي لانديني شرايط ولري.

  • دافغانستان اسلامي جمهوري  تابعيت
  • په کوم جرم او جنايت کي لاس لرل او نه محکوميدل
  • لږ تر لږه د شرعيات يا د حقوقو ليسانس يا د ديني عالي مدرسو د فارغيدو رسمي سند درلودل او يا په قضايي ، څارنوالي اويا د عدليي وزارت په  اداروکي دمسلکي او عملي پنځه کالو تجربي لرل .
  • د ۲۵ کالو عمر لرل.
  • د ښي نوم (شهرت) درلودل.

د دغو شرايط لرلوته د فعاليت دريم درجه جواز ورکول کيږي . او هغه کسان چي په قضايي او مسلکي کارونوکي ډير تجربي لري د جواز د قانون پربنسټ هغوي ته د فعاليت دويم درجه جواز بايد ورکړل شي . د وکالت جواز يوکلن دي چي درلودونکي بايد په وقت سره يي تمديد کړي .

د معاملاتولارښووني د جواز ترلاسه کولو په موخه ،  لازمه شرايط:

  • د افغانستان اسلامي  تابعيت.
  • په کوم جرم او جنايت کي لاس لرل او نه محکوميدل
  • لږترلږه د بکلوريا تصديق نامي اويا هغي ته برابر سند درلودل.
  • د شرعي مسايلو او د افغانستان د مدني قانون د معاملاتو په برخه کي معلومات درلودل.
  • د ۱۸ کالو عمر لرل
  • ښي نوم اوشهرت درلودل.

شرايط لرلو کسان پس له برياليتوب په امتحان کي چي د دغه مديريت لخوا اخيستل کيږي کولاي شي چي د معاملاتو جواز تر لاسه کړي . دا جواز يو کلن دي او جوازلرونکي بايد  هغه په ټاکل شوي موده کي وغزوي .

د لاندينيو شرايطو درلودونکي کولاي شي چي د عريضه ليکونکي جواز ترلاسه کړي.

  • د افغانستان جمهوري اسلامي تابعيت درلودل
  • کافي سواد او شرعي معلومات لرل
  • د۱۸ کالوعمر لرل

د دغو شرايطو واجدين  پس له برياليتوب په امتحان کي کولاي شي پورتني جواز ترلاسه کړي چي دا جوازهم يو کال  اعتبار لري ا و د ده درلودونکي بايد د ختميدو نيټه نه مخکي هغه وغزوي.

د ويلو وړ ده چي ، د دولت کارکوونکو، قضات ، څارنوالان او د مسلح قواو منسوبين چي د دندي په حال کي دي ، نشي کولاي دا جواز ليک تر لاسه کړي .

تاريخچه (پس منظر) :
د کال  ۱۳۴۳ نه تر مخه، اقامي د دعوا او د قضاياو دفاع په عقاري او مالي مسئلو کي  چي په دولتي ادارو ، مختلطو موسسو او دولتي تصديانو پوري اړه لرله ، د دغو ادارو ، مختلطو موسسو او دولتي تصديانو لخوا مخ ته وړل کيده.
په کال ۱۳۴۳ د هغه وخت حکومت د پريکړي پربنسټ، دحقوقي دعواګاني او دولتي ملکيتونو  د يو ځاي کولو پرموخه ، يو رياست  د دولتي قضاياو  په نامه د عدليي وزارت په چوکات کي مينځ ته راغي . د همدي لپاره د دولت د قضاياو قانون چي پکي کاري طرز العملونه  شامل دي ، په دي رياست کي راټول او نافذ شول .