د پالیسۍ او پلان ریاست - دعدلیی وزارت - دافغانستان اسلامی جمهوریت

د پالیسۍ او پلان ریاست

تاریخچه:            

که چیرې تیرو وختونو ته مراجع وکړو پوهیږو چې پالیسۍ جوړونه او پلان جوړونه اوږده سابقه لري. د پام وړ ټکۍ دا ده چې په تیرو وختونو کې د نړۍ د نورو هیوادونو پرخلاف په افغانستان کې دې مثبتې پدیدې ته لږه پاملرنه شوې وه، خو په افغانستان کې د نوي بدلون په رامنځته کیدو سره، دغې مسئلې په دولتي ادارو کې په خورا جدي توګه د پام وړ ګرځیدلې او په عدلیې وزارت کې په تیره بیا د محترم قانونپوه سرور دانش لخوا د عدلیې وزارت د پُست په ترلاسه کولو سره د پالیسۍ او پلان جوړونې په برخه کې زیاته پاملرنه شوې او دغه برخه چې وار د مخه د اداري ریاست په تشکیل کې د (احصائیې او پلان) د مدیریت تر عنوان لاندې وه او د عدلیې وزارت د چارو په پرمخ بیولو کې د ملاحظې وړ ونډه نه درلوده، په لومړي سر کې د پلان په آمریت او بیا په ۱۳۸۸ کال کې د عدلیې وزارت په چوکاټ کې د پالیسۍ او پلان په خپلواک ریاست باندې ارتقاء ورکړه.

د رامنځته کیدو اړتیا:

د عدلیې وزارت، د عدلیې وزارت د پنځه کلنې ستراتیژۍ (قانون او عدالت) د پلي کیدو او په نهایت کې د افغانسان د ملي ستراتیژۍ په منظور، د پالیسۍ او پلان ریاست یې چې د ستراتیژۍ د تحلیل او د پرمختیایي پروژو په تطبیقي پلانونو او تنظیمولو کې د هغو پرمختګ په غاړه لري، رامنځته کړی دی. دغه برخه د افغانستان د ملي پرمختیا د ستراتیژۍ له دفتر سره نږدې اړیکه لري، له نورو ادارو سره په هم غږۍ او د وزارت د ضرورتونو او اړتیاوو پربنسټ، پالیسیو او پرمختیایي پلانونو ته به پراختیا ورکړي. دغه برخه همدارنګه د پروژو له تطبقیدو څخه څارنه کوي او ګزارشونه به یې د وزارت او د افغانستان د ملي پرمختیا د ستراتیژۍ د دفتر د فعالیتونو مطابق برابره کړي.

لید:

د دې ریاست نظر، د وزارت د رهبرۍ مقام د تخنیکي همکار په تیره بیا د عدلیې وزارت جلالتمآب وزیر ونډه په ستراتیژیک مدیریت او د هغوی په تصمیم نیونې کې تشکیلوي.

موخې:

- د عدلیې وزارت په کاري برخو کې د پالیسیو طرح او پرمختیا.

- د عدلیې وزارت او عدلي سکتور د ستراتیژۍ تحلیلول او تجزیه کول.

- حکومت ته د وړاندیز په خاطر د وزارت د پرمختیایي پروژو طرح او ترتیبول او د بهرنیو مؤسسو د مرستو راجلبول.

- د اړتیا په صورت کې نورو مرکزي او ولایتي ریاستونو ته د پلان جوړونې او گزارش ورکولو سیستم په هکله، د تخنیکي مشورو ورکول.

- د اټکل شوو لومړیتوبونو له په پام کې نیولو سره، په مرکز او ولایتونو کې د وزارت د واحدونو د اړتیاوو تصنیفول او تفکیک کول او د وزارت له ستراتیژیک پلان سره د هغو هم غږي کول.

- د عدلیې وزارت د پرمختیایي پروژو د معلوماتي سیستم (دېتابیس) پرمختیا.

مهمې دندې:

- اړوندو واکمنو مقاماتو او ادارو ته د وړاندې کولو لپاره د وزارت د اړوندو ریاستونو د تطبیقي پلانونو توحیدول او انسجامول.

- د پلان جوړونې د لارښودونو طرح او ترتیبول، د پلاني معلوماتو او شاخصونو راټولول او مرکزي ریاستونو او دوه یمي واحدونو ته د هغو استول.

- د عدلیې وزارت د ستراتیژۍ د عملیاتي پلان او د ادارې د اصلاح د کړنلارې او د اداري فساد پرخلاف د مبارزې طرح او ترتیبول.

- د پرمختیایي پلان د طرح او ترتیبولو په غرض د وزارت د معلوماتي، ضروریاتو او اړتیاوو د ارقامو (شمیرو) او احصائیو راټولول.

- د مرکز او ولایتونو په کچه د معلوماتو، ارقامو او راټولو شوو پلاني شاخصونو پربنسټ، د پرمختیایي پلان طرح او په اړوندو مراجعو کې له پرمختیایي بودجې څخه دفاع کول.

- د وزارت له ستراتیژۍ سره په مطابقت کې د پرمختیایي پروژو د پروپوزلونو طرح او ترتیبول.

- د ریاستونو د کاري پلانونو له تطبیق څخه د ګزارشونو راټولول، توحیدول او تحلیلول او اړوندو واکمنو مقاماتو او ادارو ته د هغو وړاندې کول.

- له پالیسۍ او ستراتیژۍ او تطبیقي پلان سره په مطابقت کې د هم غږۍ رامنځته کول او د برنامو او پروژو له تطبیق څخه څارنه او اړوندو مقاماتو ته د هغو د ګزارش وړاندې کول.

- د بین الوزارتي (پالیسۍ جوړونې او پلان جوړونې) د تخنیکي کمیټو په غوڼدو کې ګډون کول.

- د افغانستان د ملي پرمختیا د ستراتیژۍ د پلي کولو په لاره کې د عدلیې وزارت د ستراتیژۍ د تطبیق لپاره له  ANDS دفتر سره د هم غږۍ او له هغه سره د دوامدارې اړیکې تاْمینول.