حقوق



دغه ریاست حقوقی مسایل چی د خلکو لخوا وړاندی کیږی او د افرادو دحقوقی معلوماتو دلوړولو لپاره د یوه ریاست په توګه په دغه وزارت کی فعالیت کوی.

ددغی ریاست سترو وظایف عبارت دی له:

  • له شتمنی، کار، کورنی او د اتباعو‍ نورو مدنی حقوقو دهغوی د شکایاتو پربنسټ دفاع کول، دمحکمو صادرشوی فیصلو دمدنی حقوق د منازعاتو د تطبیقولو په اړه، تدابیر نیول
  •  د وګړو حقوقی معلومات او پوهی کچه د لوړولو لپاره هلی ځلی کول

د دعواوی اصحابو دحقوقی قضیو په ولسوالیو، دولایاتوپه مرکز اود عدلیی  په وزارت کی تعقیب او د اسناد، مدارک او شرعی او قانونی دلایلو د نظر په درلودلو سره فیصلی او د دواړو خواوو قناعت اخیستل کیږی. البته د قانونی او شرعی سندونو او مدارکو د نشتوالی په صورت او یا په حقوقی قضیوکی د دواړوخواوودنه قناعت وړپه صورت  محکموته لیږل، او دهغوی په واسطه تعقیب او قانونی او شرعی مرحلوته به وسپارل شی.

دغه ریاست زیارباسی چی دحقوقی ورکشاپونو او نور تعلیمی موادو په لاراچولو سره، او همدارنګه د رسنیو د پاره حقوقی پروګرامونو جوړول، د نشریی لپاره حقوقی برنامی په لاس نیول، د حقوقی پوسترونو او پلاکارتونو تیارول اوهغی ویشل سره کټور برخه د وګړو د حقوقی پوهی لوړوالو په اړه ولری.

ددغه ریاست دمدنی حقوق دکارپوهانو دبورد آمریت په لاندی ډول دی:
الف: املاکی کمیته چی لاندی وظایف په غاړه لری:

  •  رسیدلی املاکی عرایضوته رسیدل
  • په املاکی موضوعاتو کی د حقوقی قضیو په اړه خپل نظراوراپور وړاندی کول
  • په املاکی برخو کی حقوقی دوسیو چی له ولایاتو څخه د نظر اخیستلو لپاره راځی،  لوستل او ارزیابی کول
  • د محاکمو د شرعی اسناد او نهایی فیصلو د تطبیق او تنفیذولو لپاره د کمیتی غړی برخه اخیستل.
  • په ولایات او ولسوالیو کی د املاکی موضوعاتو په څیړنی کی د بورد غړی برخه اخیستل
  • په حقوقی قضیو کی د املاکی برخی د دعوی  دواړو خواوو سولی ته بلل

ب- د دیون او تجارتی کمیټی چی لاندی دندی په غاړه لری:

  •  د دیون (پورو) او تجارتی برخو شکایات او عرایضو ته رسیدل
  • د قانون په احکام کی د پورورکونکی ثابت حقوقو لاس ته راوړل
  • دواړو خواوو سولی ته دعوتول او دهغوی په اصلاحی جلسو کی ونډه اخیستل 

ج- کورنی کمیټی لاندی دندی لری:

  • دکورنی مسایل او موضاعاتو په اړه دحقوقی عرایضو او دوسیو لټول
  • د ماشومانو دحضانت او روزلو په مسایلو کی رسیدګی کول
  • ددعوی د حل لپاره  دواړو خوا سولی او جوړی ته هلی ځلی کول

د یادولو وړدی چی دحقوق ریاست د هیواد په ۳۴ ولایتونو کی فعالیت کوی او دحقوقو لوی مدیریتونو په ټولو ولسوالی په جوړښت کی موجود دی.
پس منظر:
دحقوقو مدیریت په ۱۳۰۰ هجری لمریز کال کی دپخوانی عدلیی وزارت په چوکاټ جوړ شوی. ددغه مدیریت د جوړولو مقصد، په حقیقی او حکمی اشخاصوپه اختلافات او قضیوکی رسیدګی کول، دهغی تعقیبول او دسپین ږیرو او قومی مشرانو په واسطه فیصلی کول او یاهغه محکموته سپارل او عادلانه فیصلی ته رسیدل وه. له بله خوا دحقوقی اداری د جوړولومقصد د قومی او قبیلوی منازعاتوڅخه مخنیوی کول، دهیواد دعمومی نظم تامینول، او ذات البینی تشنجات له منځه وړل، وه. البته دوخت په تیریدو او دحقوقی قضیو او اختلافاتو د زیادت والی ، او ددغی استونزود له منځه وړلو لپاره، دهغه وخت حقوقیه مدیریت، حقوقی  لوی مدیریت ته ارتقا وکړ. مګر په ولایتونو کی حقوقی مامورینو له محکمونه بیل او له مرکزی حقوقود عمومی مدیریت لخوا لارښونه او تنظیم کیده.  د وخت په تیریدوسره د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د سلطنت په دوره په ۱۳۴۳ کال  د عدلیی وزارت د قانون جوړونکی اداری لخوا د حقوق د تحصیلولو قواعد جوړ، او دهغه وخت دپاچا په توشیح سره نافذ او په رسمی جریده کی نشرته وسپارل شو چی تر اوسه  د اجرا وړ دی.

 

 

ویب ماستر | د ویب سایت نقشه | مونږ سره اړیکې | ۱۳۸۵ د عدلیې وزارت - د افغانستان اسلامی جمهوریت